۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د ډونالنډ ټرمپ د پريکړي په اړه بايد ووايم:

زه خو خپله د نوموړي په پريکړه باندي حيران او متعجب ځکه نه يم چي ددوۍ مردار طبيعت او متزلزل سياست ماته معلوم دئ الله جل جلاله په قرآن شريف کي فرمايي: وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ [سورة التوبة 12]
ژباړه: که دوۍ د وعدې وروسته خپل تعهد مات کړ او ستاسو پر دين يې بد وويل نو تاسو د دوۍ د مشرانو سره وجنګيږئ يقينا چي دوۍ هيڅ تعهد نلري ددې لپاره چي دوۍ د خپل کار څخه لاس واخلي.
پدې آيت کي الله پاک مسلمانانو ته د آيت د عمومي مفهوم له مخي ددې امر کوي چي کله کفار په خپلو وعدو باندي وفاء ونکړي او خپل تعهد مات کړي نو بيا تاسو ددوۍ سره جګړه وکړئ ځکه دوۍ هيڅ ډول تعهد ته ژمن ندي.
نو د قرآن په شاهدۍ دوۍ هيڅ ډول تعهد نلري او د هيچا سره وعدې ته وفا دار نه پاتيږي بناءً وعده ماتول ددوۍ عادت او فطرت دئ ګيله به ورڅخه نکوو او په مقابل کي به يې د جنګ او مقابلې څخه نه ستړي کيږو.
نو ټرمپ هغه کار وکړ کوم چي دده رسمي پاليسي او عادي طبيعت دئ دا دده لومړنې نادره نده دېته ورته نوري وعدې يې هم ماتي کړي او يا يې هم نيمګړي کړيدي د بيلګي په ډول د ايران سره د برجام په نامه تړون چي د اروپايي هيوادونو په حضور کي يې لاسليک کړ خو کله يې چي زړه وغوښتل بېله کومي مشورې په يوه ټويټ ځيني ووتئ لکه د طالبانو سره د تقريبا لسو مياشتو خبري يې چي په يوه ټويټ باندي لغوه کړې که يې بالفرض د طالبانو سره د سولي تړون لاسليک کړئ هم واي بيا هم هيڅ په باور نوه چي په يوه خبره يې بيرته مات کړئ واي بې ادبي معاف؛ وايي: ليونئ خر داسي لغته غورځوي چي د يوې لغتي سره خپله کونه څيري. نن په ټرمپ هم هماغسي وسوه د خپل هيواد بهرنيو چارو وزارت او نور لوړ پوړي چارواکي يې تقريبا لس مياشتي د طالبانو سره په چنو او سفرونو باندي ستړي کړه خو آخر يې په يوه لغته ټولي هلي ځلي د خاورو سره خاوري کړې.
په بله ليکنه کي به إن شاء الله د ټرمپ ددې کار پر لاملونو باندي بحث وکړو.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: