۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د محرم الحرام مياشتي په هکله:

دا په قرآن باندي ثابته سوې خبره ده چي الله پاک، کال د دوولسو مياشتوڅخه جوړ کړئ دئ لکه په قرآن شريف کي چي راځي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[ سورة التوبة 36] يعني شمير د مياشتو د الله په نزد دوولس دئ چي په کتاب الله کي ليکل سويدي. مراد ورڅخه لوح محفوظ دئ.
يوه ددغه دوولسو مياشتو څخه د محرم الحرام مياشته ده چي د هجري سپوږميز کال لومړنئ مياشته کيږي، دا مياشته هم د نورو مياشتو غوندي يوه برخه د وخت او زمانې ده چي پر انسانانو باندي راځي، د نورو مياشتو غوندي پدې مياشتي کي هم ځيني پيښي سوي او لاهم کيږي.
پدې ليکنه کي به موږ ددې مياشتي په اړه ځيني مهمي مسئلې او اړين ټکي ستاسو درنو لوستونکي مخي ته ايږدو.

د محرم الحرام مياشتي شرعي حيثيت:
د محرم الحرام مياشته هم دکال د دوولسو مياشتو څخه يوه مياشته ده، په شريعت کي فقط دومره ثابته ده چي پدې مياشتي کي د روژې نيول سنت او يامستحت کار دئ لکه په لاندي حديث کي چي راځي:
عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ ».[ صحيح مسلم2698]
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دئ چي د جاهليت د وخت خلګو به د (محرم الحرام) لسمي ورځي روژه نيول، رسول الله صلي الله عليه وسلم او مسلمانانو هم مخکي تردې چي د روژې د مياشتي روژه فرض سي دغه روژه نيول، کله چي د روژې د مياشتي روژه فرض سوه نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د (محرم الحرام) لسمه ورځ د الله پاک د ورځو څخه يوه ورځ ده د هرچاچي زړه غواړي روژه دي ونيسي او که يې زړه غواړي ندي نيسي.
پدې خاطر هم د بخاري شريف په حديث کي راځي چي عبدالله بن عمر رضي الله عنه ددې ورځي روژه نه نيول:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ صَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ.[ صحيح البخاري 1892]
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دئ چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د عاشوراء د ورځي روژه ونيول نورو ته يې هم د هغې د نيولو امر وکړ، خوکله چي رمضان فرض سوه نو دغه روژه پريښودل سوه، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به دغه روژه نه نيول مګر داچي دده د عادي روژو سره يې موافقت راغلئ وای.

پدې مياشتي کي څومهمي پيښي:
1. په همدې مياشتي کي موسي عليه السلام او ورسره مسلمانان د فرعون د ظلم څخه خلاص سوه پر رود نيل باندي تيرسوه او فرعونيانو پکښې غرق سوه.
2. په همدې مياشتي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم  د جنګ او جهاد کولو لپاره د صحابه وو دلګۍ ليږلي دي او غزوې يې کړيدي لکه: سريه ابي سلمه بن عبدالاسد، سرية محمد بن مسلمه، غزوه د نجد، غزوه د قرارة الکدر او خيبر ته تلل.
3. په همدې مياشتي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم د صفيه بنت حيي سره نکاح وکړه.
4. په همدې مياشتي کي رسول الله صلي الله عليه وسلم د نړۍ مختلفو واکمنانو ته ددعوت ليکونه واستول.
5. په همدې مياشتي کي د قادسيه سترجنګ د مسلمانانو اوکافرانو ترمينځ وسو چي د مسلمانانومشر سعدبن ابي وقاص رضي الله عنه وو  او دکافرانو مشر رستم او جالينوس وو چي جنګ مسلمانانو وګټئ.
6. په همدې مياشتي کي د حضرت عثمان رضي الله عنه سره د خليفه او اميرالمومنين په صفت د مسلمانانو بيعت وسو.
7. په همدې مياشتي کي حضرت حسين رضي الله عنه د شهادت لوړ مقام ته ورسيدئ.
همدېته ورته نوري ډيري پيښي پدې مياشتي کي سويدي.

پدې مياشتي کي د عاشوراء د ورځي عمل:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ.[ سنن ترمذي1738]
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: زه  د الله تعالي څخه ددې طمع لرم چي د عاشوراء د ورځي په روژې باندي به د تيرسوي کال ګناهونه عفوکړي.
البته کوم خلګ چي ددې مياشتي د عاشوراء د ورځي روژه نيسي هغوۍ د شريعت لخوا لارښوونه سوېده چي بايد د نهمي ورځي روژه هم ورسره ونيسي ترڅو چي په روژه نيولو کي د يهودو سره مشابهت رانسي، ځکه چي هغوۍ هم ددې ورځي روژه نيسي، پدې خاطر چي موږ ددوۍ سره په مخالفت باندي امرسوي يو نو موږ بايد يوه ورځ مخکي تردغي ورځي روژه ونيسو، اوکه د چاڅخه نهمه ورځ تيره سوې وي نوبيا هغه مسلمان دي د يوولسمي ورځي روژه ورسره ونيسي.
د محرم په مياشتي که هيڅ ځانګړئ مصيبت نسته:
د شريعت د عمومي اصل پر بنياد چي مصيبت تر درو ورځو اضافه نسته، نو پدې مياشتي او يا ددې مياشتي پرلسمه چي په هغه وخت کي کومي د مصيبت پيښي سويدي، اوس يې لمانځل او يايې کليزه نيول نه رواکيږي لکه چي په حديث کي راځي:
لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ تُحِدُّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[ صحيح البخاري 1281]
يعني د هيڅ هغي ښځي لپاره چي پرالله او ورځي د آخرت ايمان لري نه رواکيږي چي پر مړي باندي تر درو ورځو اضافه زينت او ځان جوړل پريږدي (د مصيبت اظهار وکړي) مګر پرخپل خاوند باندي چي څلور مياشتي او لس شپې زينت او ځان جوړل پريږدي (اظهار د مصيبت کوي). په خاصه توګه په نياحت او لوړ آواز باندي ژړل چي هيڅ وخت نه رواکيږي لکه په حديث کي چي راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.[ صحيح البخاري كتاب بدء الوحي، حديث 1294]
ژباړه: د عبدالله رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ: چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زموږ څخه ندئ څوک چي خپل باړخو په څپيړه (چپلاخه) ووهي، او خپل ګريوان څيري کړي، او د جاهليت د وخت خبري وکړي.
نو پدې مياشتي کي او يا ددې مياشتي په لسمه ورځ چي په "عاشوراء" باندي مشهوره ده هيڅ شرعي مصيبت وجود نلري، هيڅ مسلمان بايد دا مياشته او يا دا ورځ، د مصيبت او غم ونه بولي، همدا راز پدې مياشتي کي ځانګړي خوشالۍ او مراسم هم وجود نلري.
دا معلومه خبره ده چي پدې باندي چي الله پاک په لسمه ورځ ددې مياشتي موسي عليه السلام او مسلمانانو ته نجات ورکړئ هر مسلمان خوشال دئ خو دا چي ددې خوشالۍ لپاره دي ځانګړي مراسم جوړ سي شرعا هيڅ ثبوت نلري.
پدغه مياشته کي هم د نورو مياشتو غوندي که څوک وغواړي نکاح او واده کولای سي همدا راز هغه خوشالۍ چي شرعا يې اظهار په واده کولو روا وي هم ښکاره کولای سي هيڅ ممانعت پکښې نسته.
که د چا مړئ وسي د نورو مياشتو په څير پدې مياشتي کي هم ودته نور مسلمانان شرعي تعزيه ويلای او ورکولای سي.

خلاصه دا چي مسلمان بايد پدې باندي پوه سي چي:
1. پدې مياشتي کي واده کول هيڅ پروا نلري که څوک يې روا نه بولي هغه ګناهکار دئ.
2. دا مياشت هيڅ ځانګړي مراسم د غم يا د خوشالۍ نلري.
3. دا مياشته د غم او مصيبت مياشته بلل ګناه ده.
4. پدې مياشتي کي سفر کول هيڅ پروا نلري.
5. دا مياشته هيڅ ځانګړئ خيرات او ذبيحه نلري.
6. پدې مياشتي کي ددې میاشتي په مناسبت لکه چي د نياحت او غم مجلس جوړل حرام اوګناه ده ورتلل یې هم ګناه ده.
7. پدې مياشتي کي که چا داسي خيرات کړئ وي چي بیله الله يې د بل چا په نامه ذبح کړئ او يا نذر کړئ وي بايد مسلمان يې د خوړلو څخه ډډه وکړي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: