۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د اسلامي حکومتونو په وړاندي د يهودو دسيسې:

يهود هغه مفتن او شيطان قوم دئ چي د ډيره وخته څخه يې د مسلمانانو پر ضد کارونه کړي او کوي يې ځيني کارونه يې په خپلو چټلو لاسونو باندي کړيدي او ځيني نور يې بيا د خپلو نورو مزدورانو په لاس کړيدي آن تردې چي د نړۍ نصاري هم اوس ددوۍ څخه د مسلمانانو د تخريب او ورانولو لپاره پلانونه اخلي.
په لاندي ليکنه کي به ځيني هغه يهودي کرغيړني څيرې در وپيژنو چي د تاريخ په اوږدو کي يې د مسلمانانو د تباهۍ او بربادۍ لپاره خپل ټوله توان کارولئ دئ او د وخت اسلامي حکومتونو په را پرځولو کي يې فعال رول لوبولئ دئ:
1 - أبو عفک، کعب بن الاشرف او ابن أبي الحقيق هغه يهودي مشران وه چي د لومړي اسلامي دولت پرضد يې دسيسې جوړولې هغه اسلامي دولت چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم په مشرتوب په مدينه منوره کي جوړ سو.
يهودانو تل ددې کوښښ کوئ چي په مدينه منوره کي د مسلمانانو کارونه سره ګډوډ کړي، تر مينځ يې تفرقه او دښمنۍ پيدا کړي او د يوه قوي اسلامي دولت د جوړيدلو مخه ونيسي آن تردې چي په خپل شيطنت يې د هغه وخت کفار د مسلمانانو پر ضد سره يو کړه، د مدينې يهود، د مکې قريش او نور کفري قبايل يې ودېته و هڅول چي د مسلمانانو پر ضد يو لوۍ جنګ پيل کړي.
2 - عبدالله بن سبأ هغه بد بخته يهودي وو چي د حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد يې لويه فتنه را پيدا کړه د خپلو نورو ملګرو په ملتيا يې عام ساده مسلمانانو وغولول او د وخت اسلامي دولت پر ضد يې را وپارول تر څو چي حضرت عثمان رضي الله عنه يې شهيد کړ او په مسلمانانو کي يې د لويې فتنې او لويو جنګونو خښته کښېښودله.
3 - مدحت باشا هغه بدمرغه يهودي وو چي د عثماني خلافت پر ضد يې په اسلامي هيوادونو کي شيطنت کوئ، د مسلمانانو په مينځ کي يې د عرب او عجم په نامه قومي نفرتونه پيدا کول د عثماني خلافت تر واکمنۍ لاندي اسلامي هيوادونه يې د خلافت پر ضد را پارول ترڅو چي ځيني کم عقل مزدور عربان يې د خلافت پر ضد را پورته کړه او شيعه ګان يې عملا د خلافت سره په جګړه اخته کړه تر څو چي آخر يې د يهودي الاصل مصطفي کمال أتاتورک په لاس اسلامي عثماني خلافت ړنګ کړ.
4 - يهودي الاصل کارل مارکس هغه څوک وو چي الحادي او کمونيستي فکر يې په انسانانو کي رواج کړ، د ګمراهۍ او بې دينۍ موجونه يې په اسلامي هيوادونو کي را پورته کړه چي آخر د مسلمانانو د غفلت او بې غيرتۍ له کبله يې په نړۍ کي قوتونه او حکومتونه جوړ کړه، اسلامي هيوادونه يې اشغال کړه عقايد او عملونه يې ور خراب کړه.
5 - جولد تسهير هغه يهودي وو چي د استشراقي حرکت تر شا ولاړ وو پلانونه يې ورته جوړول، حرکت ته يې وده ورکول تر څو چي اسلامي هيوادونه يې ورباندي ښکار کړه، په مسلمانانو کي يې داسي بدمرغه خلګ وروزل چي اسلامي شعاير يې په مسلمانانو کي کمرنګه کړه، اسلامي واکمني يې بې ارزښته کړه، دين يې د خلګو د باورونو او کړنو څخه بهر کړ، نوي کفري حکومتي بنسټونه او رواجونه يې په اسلامي هيوادونو کي رواج کړه، د سيکولاريزم او بې دينۍ تخم يې په مسلمانانو کي وپاشئ، د مسلمانانو سيمه ايز اصيل فرهنګ او کلتور يې ور څخه ورک کړ، د مسلمانانو تر مينځ يې د بې اتفاقۍ او خپل مينځي اختلافاتو اور بل کړ او مسلمانان يې د اصيل اسلام څخه ليري او بېګانه کړه.
6 - صمويل زويمر هغه يهودي وو چي په اسلامي هيوادونو کي يې د تکفير او تبشير بدبويه حرکتونه پلان ګذاري کول، مسلمانان يې ددين څخه اړول او ارتداد يې په مسلمانانو کي عادي کوئ.
7 - ثيودر هرتزل هغه يهودي وو چي په منځني ختيځ کي يې د يهودي دولت نقشه جوړه کړه او د اوسني يهودي دولت ( اسرائيلو ) تخم يې وکرئ چي وروسته يې اولادونو نقشه عملي کړه او د مسلمانانو د لمړنې قبلي د اشغال تر څنګ يې په فلسطين کي يهودي دولت جوړ کړ.
له بده مرغه چي دداسي حقايقو سره سره بياهم ځيني ناپوه او ساده مسلمانان د يهودو او نورو کفارو د دسيسو څخه يا ناخبره دي او يا يې هم ناديده نيسي پداسي حال کي چي الله جل جلاله په قرآن شريف کي صراحتا فرمايي: لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا.[سورة المائدة 82]
ژباړه: ارومرو به تاته ثابته سي چي د مسلمانانو لپاره تر ټولو سخت دښمنان يهود او هغه خلګ دي چي مشرکان سويدي.
او دېته ورته ډير نور آياتونه او احاديث سته چي د کفارو ددښمنۍ او دسيسو يادونه پکښې سوېده.
کفار تر بل هرشي د اسلامي واکمنۍ څخه ډیر ویریږي لدې کبله کوښښ کوي چي  د نړۍ په هیڅ هیواد کي اسلامي حکومت جوړ نسي او په هر هیواد کي چي د اسلامي حکومت د جوړیدلو امکان وي په هره طریقه چي وي دوۍ یې مخنیوئ کوي او تر ټولو بده خبره خو لا داده چي د ځینو مسلمانانو ذهنونه یې داسي ور خراب کړیوي چي هغوۍ هم د اسلامي نظام په راتللو باندي نوي خوشال سره ددې چي د مسلمانانو د عزت او آبرو حفاظت په اسلامي نظام کي دئ، یواځنئ هغه شئ چي په نړیواله سطحه د جهاني آفت په مخ کی د مسلمانانو ساتنه کولای سي اسلامي نظام دئ؛ بناءً ټول مسلمانان باید د یوه سوچه اسلامي نظام د جوړیدلو په هڅه او کوښښ کي وي.
ژباړه او وضاحت: مولوي نورالحق مظهري.
منبع: ګڼي ویب پاڼي.

هیچ نظری موجود نیست: