۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د فاسد نظام ځيني اسرار:

۱ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي هيڅوک لدې ويري د اصلاح لپاره کار نسي کولای چي شايد تر ما مشر به مي د وظيفې څخه ليري کړي او يا به مي تردې کوچنۍ وظيفې ته تبديل کړي.

۲ ـ په فاسد نظام او بې کاره نظام کي ددې پر ځای چي د ښه کار پر کولو دي انسان ته امتياز ورکړل سي انسان تهديدېږي او امتيازونه ورڅخه اخيستل کيږي.

۳ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي ددې پر ځای چي ښه کارونه وياړ او افتخار وبلل سي، عار او پيغور بلل کيږي او ډيرئ ځله که کوم څوک په غير شعوري توګه ښه کار کوي ډير ژر ورباندي پښېمانه کيږي.

۴ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي که کوم څوک د اداري فاسد له وجهي د وظيفې څخه ليري کيږي ډيرئ وختونه څه مده وروسته تر هغې پر غټي وظيفې باندي ګمارل کيږي.

۵ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي بې ګناه سړئ مجرم بلل کيږي خو مجرم ته يا برائت ورکول کيږي او يا يې هم جرم ډير سپک ښودل کيږي.

۶ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي هر مسئول ته خپله وظيفه تر هرڅه ډيره مهمه وي نو ځکه يې په وظيفه کي د بقاء لپاره خداي، رسول، دين او وطن ټوله هير وي.

۷ ـ په فاسد او بې کاره نظام کي ډيرئ شيان تشريفاتي او نمايشي وي د مخورو خلګو څخه تند استقبال کيږي خو خبره يې نه منل کيږي، عامو خلګو ته وعدې ورکول کيږي خو کار ورته نه کيږي او د فساد پر ضد ډيري خبري کيږي خو يوه يې لا هم نه عملي کيږي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: