۱۴۰۰/۰۳/۲۸

ابوذر رضي الله عنه او د واده څخه ووتل:

ژباړه: د عبدالرحمن بن زياد بن انعم څخه روايت دی چي ابوذر غفاري رضي الله عنه يو واده ته غوښتل سوی وو کله چي دی هلته حاضر سو نو هلته يې يو ږغ (عبث آواز) تر غوږ سو بيرته راوګرځېدی، يو چا ورته وويل ولي نه ورځې؟ ده ورته وويل دلته زه ځيني(عبث) ږغونه اورم او هرڅوک چي يوه ټولنه ډېره کړي دی د هغه ټولني څخه شمېرل کيږي او هر څوک چي په يو کار باندي خوشال سي دی د هغه کار د کوونکي سره شريک بلل کيږي.
توضيح: داسي ښکاري چي دغه ږغ کوم حرام يا عبث ږغ وو چي ابوذر غفاري رضي الله عنه يې واده ته د ورتللو څخه را وګرځوی کنه نو په عادي ږغ باندي خو هيڅوک نه راګرځي.
د ابو ذر غفاري رضي الله عنه د وينا څخه درې شيان معلوميږي:
1 – په هر واده يا بل محفل کي چي ناروا ږغ لکه سروز وي هلته بايد سړی ولاړ نسي.
2 – هيڅ وخت دداسي خلګو سره مه کښېنه چي دوی په ناروا او عبث کار باندي اخته وي ځکه پدې سره ددوی ټولنه ډېريږي او چي تا يې ټولنه ډېره کړه نو ته هم ددوی د ټولني څخه بلل کيږي او د هغه عذاب مستحق ګرځي کوم چي دوی ته بايد ورکړل سي.
3 – د هيچا په ناروا او عبث کار باندي مه خوشاله کيږه ځکه د بل چا په ناروا او عبث کار باندي خوشالي ددې سبب جوړيږي چي ته دي هم ددوی سره په ګناه کي شريک سې.
عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ زِيَادِ بْنِ أَنْعُمٍ أَنَّ أَبَا ذَرٍّ الْغِفَارِيَّ ، دُعِيَ إِلَى وَلِيمَةٍ فَلَمَّا حَضَرَ إِذَا هُوَ بِصَوْتٍ فَرَجَعَ فَقِيلَ لَهُ : أَلاَ تَدْخُلُ ؟ فَقَالَ : أَسْمَعُ فِيهِ صَوْتًا ، وَمَنْ كَثَّرَ سَوَادًا كَانَ مِنْ أَهْلِهِ ، وَمَنْ رَضِيَ عَمَلاً كَانَ شَرِيكَ مَنْ عَمِلَهُ.[الزهدلإبن مبارک2/ 42]
مولوي نورالحق مظهري
https://t.me/mazharee

هیچ نظری موجود نیست: