۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د ډېر ولور او نورو رواجونو په ورکولو کی د علماو مسئوليت:

دا معلومه خبره ده چي علماء وارثان د انبياو دي، کومه وظيفه چي انبياؤ ته ورکول سوېوه هغه وظيفه دوۍ ته هم ورکول سوېده، نو دډېر ولور د رواج په ورکولو کي بايد لومړئ علماء عملي اقدام وکړي.
يعني خپلي لوڼي دي په ډير لوړ مهر باندي نه ورکوي، بلکي په لږ مهر دي ورکړي، همدا راز د ټولو نورو خلګو مخکي دي فاسد او باطل رواجونه پسې پرېږدي ترڅو خدای مکړه چي داسي ونسي چي دوۍ خلګو ته تبليغ کوي، خلګ تشويق کوي: چي خپلي لوڼي دي په لږ او آسانه مهر باندي ورکړي او فاسد رواجونه دي پسې پرېږدي خو خپله يې بيا په ګران او ډير ولور ورکوي او يا ناوړه رواجونه کوي چي په نتيجه کي يې قول او عمل سره مخالف سوه او دداسي خلګو په باره کي الله تعالي فرمايي:
أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ.[سورة البقرة 44]
ژباړه: آيا تاسو خلګ په ښه کارو باندي امر کوئ خو ځانونه مو هير دي؟
ددې آيت په تشريح کي صاحب د تفسير روح المعاني ليکلي دي:
ثم إن هذا التوبيخ والتقريع - وإن كان خطابا لبني إسرائيل - إلا أنه عام - من حيث المعنى - لكل واعظ يأمر ولا يأتمر، ويزجر ولا ينزجر، ينادي الناس البدار البدار، ويرضى لنفسه التخلف والبوار، ويدعو الخلق إلى الحق، وينفر عنه، ويطالب العوام بالحقائق ولا يشم ريحها منه. وهذا هو الذي يبدأ بعذابه قبل عبدة الأوثان، ويعظم ما يلقى لوفور تقصيره يوم لا حاكم إلا الملك الديان.[ سورة البقرة 1/241]
ژباړه: وروسته دغه ترټل اوکوټل کڅه هم خطاب و بني اسرائيلو ته دئ، خو په اعتبار د معنی ( حکم ) عام دئ، هر هغه نصيحت کوونکي ته شامل دئ، چي بل څوک امر کوي، خو خپله امر نه قبلوي، بل څوک منع کوي، خو خپله نه منعه کيږي، خلګوته وايي: وړاندي او مخته ځي، خو خپله پاتيږي او شاته ځي، خلګ و حق ته را بولي، خو خپله ورڅخه تيښتي، عوام حقائقو ته را بولي، خو خپله يې بوۍ هم نه کاږي، دغه نو هغه څوک دئ چي د بت پرستانو مخکي ورته عذاب ورکول کيږي، او د ډير سخت عذاب سره به مخامخ کيږي ځکه چي دده تقصير او ملامتيا ډيره ده، په هغه ورځ کي چي بېله يوه الله څخه به بل هيڅ حاکم نوي.
او همدا راز په بل حديث کي چي صحيح ابن حبان روايت کړئ دئ، داسي راځي: رأيت ليلة أسري بي رجالا تقرض شفاههم بمقارض من نار فقلت : من هؤلاء يا جبريل ؟ فقال : الخطباء من أمتك يأمرون الناس بالبر وينسون أنفسهم وهم يتلون الكتاب أفلا يعقلون.[صحیح ابن حبان 52]
ژباړه: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: په شپه کي د معراج ما وليدل چي د ځينو خلګو شونډي د اور په غچيانو غچي کيدلې، نوما وپوښتل ائ جبريل عليه السلامه! دغه خلګ څوک دي؟ ده وويل: دغه ستا د امت خطيبان دي، چي خلګ پر ښه کارو باندي امرکوي، خو ځانونه يې هيرکړيدي، او دوۍ کتاب هم لولي آيا دوۍ نه پوهيږي؟.
او په بل حديث کي چي امام بخاري رحمه الله په خپل کتاب " صحيح البخاري " کي راوړئ دئ داسي راځي:
سَمِعْتُهُ يَقُولُ يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ أَيْ فُلاَنُ مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَى، عَنِ الْمُنْكَرِ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ، وَلاَ آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ، عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ.[ صحيح البخاري 3267]
ژباړه: راوي وايي: ما د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واوريدل چي ويل يې: يو سړئ به په ورځ کي د قيامت حاضرکړل سي، په اور کي به وغورځول سي، نو کولمې به يې په ډير سرعت سره را ووځي، او دئ به په اور کي داسي پر ځان باندي ګرځي لکه خر چي خپله ژرنده ګرځوي، نو د اور اوسیدونکي به ورباندي را ټول سي او ورته به ووايې: ائ فلانيه! څه درته پيښه ده؟ آيا تا موږ په دنياکي پرښه کار نه امرکولو او د بدکاره څخه دي نه منعه کولو؟ نو دئ ورته ووايي: ما تاسو پر ښه کار باندي امرکولاست خو خپله مي نکوئ، او تاسو مي له بدکاره څخه منعه کولاست خو خپله مي کوئ.
همدا راز په بل حديث کي چي طبراني په خپل معجم کي روايت کړئ دئ داسي راځي: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:إِنَّ أُنَاسًا مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ يَنْطَلِقُونَ إِلَى أُنَاسٍ مِنْ أَهْلِ النَّارِ، فَيَقُولُونَ: بِمَ دَخَلْتُمُ النَّارَ فَوَاللَّهِ مَا دَخَلْنَا الْجَنَّةَ إِلا بِمَا تَعَلَّمْنَا مِنْكُمْ؟ فَيَقُولُونَ، إِنَّا كُنَّا نَقُولُ وَلا نَفْعَلُ.[ المعجم الکبير للطبراني 17860]
ژباړه:رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د جنت څخه ځيني خلګ ځي وځينو خلګو ته د دوږخ نو ورته وايي: تاسو په څه خاطر دوږخ ته داخل سوي ياست؟ قسم په خدای چي موږ په هيڅ شي باندي جنت ته نه يو داخل سوي مګر په کوم شي چي موږ ستاسو څخه زده کړئ وو، نو دوۍ ورته وايي: موږ خبري کولې خو عمل مو نه په کوئ.
همدا راز په سنن نسائي کي راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ الْمُبَارَكِ ، عَنْ إِسْمَاعِيلَ بْنِ أَبِي خَالِدٍ ، عَنِ الشَّعْبِيِّ ، قَالَ : يَطْلُعُ قَوْمٌ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ ، إِلَى قَوْمٍ أَهْلِ النَّارِ ، فَيَقُولُونَ : مَا أَدْخَلَكُمُ النَّارَ ، فَإِنَّا أُدْخِلْنَا الْجَنَّةَ بِفَضْلِ تَأْدِيبِكُمْ وَتَعْلِيمِكُمْ ؟ فَقَالَوا : إِنَّا كُنَّا نَأْمُرُكُمْ بِالْخَيْرِ ، وَلاَ نَفْعَلُهُ. [ السنن الکبري للنسائي11860]
ژباړه: شعبي وايي: را ښکاره به سي ځیني جنتيان وځينو دوږخيانوته، نو جنتيان و دوږخيانوته وايي: څه شي تاسو دوږخ ته داخل کړي ياست؟موږ خو جنت ته ستاسو په ښه تأديب او ښه روزنه داخل سوي يو؟ نو دوۍ ورته وايي: موږ تاسو پر ښه کار باندي امر کولاست خو خپله مو نکوئ.
او فضيل ويلي دي: بلغني أن الفسقة من العلماء يبدأ بهم يوم القيامة قبل عبدة الأوثان. [ شرح صحيح البخاري لشمس الدين السفيري 34/6 المکتبة]
ژباړه: ماته دا خبره را رسېدلېده، چي فاسقانو علماو ته عذاب ورکول د مخه تر عبادت کوونکو د بتانو شروع کيږي. أعاذنالله.
او همدا راز په پورتني کتاب کي راځي:
وقال عيسى - عليه السلام -: مثل الذي يتعلم العلم ولا يعمل به كمثل امرأة زنت في السر فحملت فظهر حملها فانفضحت، وكذلك من لم يعمل بعلمه يفضحه الله تبارك وتعالى يوم القيامة على رؤوس الأشهاد. .[شرح صحيح البخاري لشمس الدين السفيري 34/6 المکتبة]
ژباړه: عيسي عليه السلام فرمايلي دي: مثال د هغه چا چي علم حاصل کړي خو عمل په ونکړي، داسي دئ لکه هغه ښځه چي په پټه زنا وکړي بیا حمل ځيني واخلي، بيا يې حمل ښکاره سي، نو رسوا سي، داغه رقم هغه څوک چي په خپل علم  باندي عمل ونکړي الله پاک يې په ورځ کي د قيامت د ټولو ليدونکو خلګو مخ ته رسوا کوي.
دغه رقم بل حديث دئ چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
مثل الذي يعلم الناس الخير وينسى نفسه كمثل السراج الذي يضئ ويحرق نفسه.[ أخرجه الطبراني في الكبير (2/165، رقم 1681)]
ژباړه: مثال د هغه چا چي خلګوته ښه ور زده کوي خو ځان يې هير وي لکه هغه څراغ دئ چي روښنايي کوي خو خپله سوځي.
که عالم خپله خلګوته وايي: چي ولورونه کم کړئ! خو خپله يې نه کموي نو يوخو د هغه عالم خبره پر خلګو تأثير نلري او د بلي خوا ورته دغه پورتنې سزا متوجه کيږي.
نو بايد تر ټولو مخکي عالم دېته حاضر سي، چي د خپلي لور مهرلږ کښيږدي، او خپله لور په هغه ښځوکي داخله کړي کومه چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم يې نيکمرغه ښځي بولي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: