۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د لمانځه په اړه د ځينو خلګو ځيني بې غورۍ:

1 – لمونځ پر وخت باندي نکوي د هر کار لپاره يې داسي مهالويش جوړ کړئ وي چي د کار ځای او وخت دواړه ورته معلوم وي خو د لمانځه لپاره هيڅ مهالويش نلري که يې آذان واورېدئ د لمانځه د کولو اراده يې درلودل لمانځه ته ځي کنه نو لمونځ ځيني پاته وي.
2 – پداسي حال کي چي په جماعت باندي لمونځ کول واجب ته نژدې دئ خو ځيني خلګ دومره په جماعت کي سست وي چي په پنځو لمونځونو کي ډيرئ لمونځونه يواځي کوي تنها د يوچا په مناسبت او خاطر که جماعت ته ولاړئ خو ښه که نه نو په مياشتو مياشتو د مسجد مخ هم نه ويني.
3 – هغه لمونځ الله پاک ته مقبول وي چي ښه په شرايطو برابرلمونځ وي؛ اودس پوره وکړل سي، ځان او د لمانځه ځای ښه پاک وي، محيط ښه فارغ او آرام وي، په ښه آرامۍ او عاجزۍ باندي لمونځ وسي او په لمانځه کي ټول فکر اړوونکي شيان د ځانه څخه ليري کړل سي خو له بده مرغه چي ځيني خلګ لومړئ خو اودس په ډيري چالا کۍ سره کوي چي احتمالا ډير سنتونه ځيني پاتيږي بيا د کار په کالو کي لمونځ کوي چي دا هم مکروه عمل دئ او د تأسف خبره خو لا داده چي لمونځ ډير چالاکه کوي، په لمانځه کي د پام را ټولول او عاجزي خو نن د ډيرو خلګو څخه پاته ده.
4 – ځيني خلګ د قرائت پر زده کولو باندي کوښښ نکوي فقط د مور او پلار د خولې څخه يې چي څنګه قرآن زده کړئ وي بس په هغه اندازې باندي اکتفاء کوي پداسي حال کي چي د قرآن د زده کولو لپاره نهايتي کوښښ پر هر مسلمان باندي لازم دئ.
5 – د ډيري خواشينۍ خبره داده چي په دنيوي کارونو کي هيڅ څوک نيمګړئ کار نه خوښوي آن تردې چي که کوم کار نيمګړئ سي بيا ځلي يې کوي خو د لمانځه په نيمګړيتوب باندي يې هيڅ طبيعت نه خرابيږي، کوښښ کوي چي هر کار سم زده کړي خو دلمانځه د سم زده کولو لپاره په پوره اندازه کوښښ نکوي.
څوک چي لمانځه ته متعهد نوي هغه د شريعت هيڅ اصل ته متعهد نسي پاته کيدلاي او په هغه باندي په هيڅ صورت کي سړئ باور نسي کولاي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: