۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د اسلامي نظام څخه لاندي خلګ ولي بد وړي؟

۱ ـ کفار ځکه د اسلامي نظام څخه بدوړي چي د اسلامي نظام په وجود کي دوۍ په اسلامي هیوادونو کي خپلو موخو ته نسي رسېدلای او پر مسلمانانو نوره باداري نسي کولای.

۲ ـ سیکولران ځکه د اسلامي نظام څخه بد وړي چي په اسلامي نظام کي ددې تر څنګ چي ددوۍ نفساني غوښتني تر پښو لاندي کیږي مسلمانان پر اسلام سره را ټولیږي چي دوۍ یې هیڅ کله نسي زغملای.

۳ ـ مجرمین ځکه د اسلامي نظام څخه بد وړي چي په اسلامي نظام کي ددې سره چي ددوۍ د جرمونو مخه نیول کیږي او دوۍ ته مجازات ورکول کیږي په ولس کي امنیت هم راځي چي هیڅ کله یې مجرمین نه غواړي.

۴ ـ متعصبین او ټوپک سالاران ځکه د اسلامي نظام څخه بد وړي چي په اسلامي نظام کي ددوۍ مَلَکي او ټوپک سالاري ختمیږي، ددوۍ تکبر ناچله کیږي او په ټولنه کي ضعیف خلګ ددوۍ د غوښتنو خلاف د عزت او زور خاوندان جوړیږي.

۶ ـ غولېدلي او مزدور خلګ ځکه د اسلامي نظام څخه بد وړي چي په اسلامي نظام کي پر دوۍ باندي حریت او آزادي تپل کیږي، نورو ته پر غلامۍ بندیز لګیږي او انسان ته فطرتي ارزښت ورکول کیږي.

۷ ـ هغه خلګ چي د نورو سره د شک دئ بچئ شک کسر په پټو سترګو وایې هغوۍ خو نو ساده عوام الناس دي چي د عقل او شعور څخه محروم سویدي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: