۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د صفر مياشته د بدفالۍ او بد مرغۍ مياشت نده:

عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ ».[صحيح مسلم 5929]
ژباړه: جابر رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د ناروغۍ سرايت نسته، د إنسان څخه لاره ورکوونکئ پيرئ نسته، او په صفر(مياشتي) باندي بد پالي نسته.
توضيح: پورته هغه شيان دي چي د جاهليت په زمانه کي خلګو ورباندي عقيده درلودل خو د اسلام په راتګ سره پرهغو باندي عقيده درلودل رد سوه.

د" عدوي " لپاره څو تفسيرونه راغلي دي خو يو تفسير يې دادئ چي د يوه شخص څخه ناروغي بل شخص ته ورتلل، پدې روايت باندي صراحتا ددې خبري رد سوئ دئ چي د يوه شخص ناروغي دي بل چاته سرايت وکړي، خو د نورو احاديثو څخه داسي ښکاري چي ناروغي سرايت کوي، په تطبيق کي يې مختلف قولونه راغلي دي، خو معتبر قول دادئ چي د ناروغۍ ورتلل د يو شخص څخه و بل شخص ته د الله پاک تر قضاء او فيصلې پوري اړه لري، داسي نده چي که يو سړيته يوه ناروغي ورغله نو ارومرو د بل إنسان څخه ورغلې ده که هغه نوای نو دغه ناروغي به د ته نه ورتلل، او دا هم يقيني خبره نده چي د ناروغ إنسان سره دي تماس نيول د ناروغۍ د إنتقال سبب سي، د جهالت د زمانې د خلګو داسي عقيده وه چي جوړ سړيته ورغلې ناروغي هماغه ناروغي ده چي هغه بل إنسان ورباندي اخته وو، خو رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: داسي نده. بلکي دغه سړيته ناروغي د هغه ذات په قضاء باندي سوېده کوم چي د لومړني سړي د ناروغۍ فيصله يې کړېوه، نو إنسان بايد د ناروغۍ څخه پدې خاطر کرکه ونکړي چي که مي د ناروغ سره ارتباط ونيوئ نو ارومرو يې ناروغي ماته راځي.

او " غول " ويل کيږي هغه تخيلي شيطان يا پيري ته چي د جاهليت په زمانه کي خلګو ورباندي عقيده درلودل. دوۍ پدې باور وه چي په دښت کي يو شيطان او يا پيرئ دئ چي د إنسانانو څخه لاره ورکوي او  يا إنسان ويروي خو رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: داسي نده . د غول په نامه هيڅ شئ نسته.

د" صفر " په تفسير کي هم مختلف اقوال راغلي دي خو مشهور قول يې دادئ چي ددې څخه د صفر المظفر مياشته مراد ده.
د جاهليت د زمانې خلګو به د صفرالمظفر په مياشتي باندي بد پالي کول، پدې مياشتي کي به يې سفر نکوئ، پدې مياشتي کي به يې کوزده او واده نکول، دا مياشت به يې د آفتونو اوبلاګانو مياشت بلل او همدا راز نوري فاسدي عقيدې چي دوۍ ددې مياشتي په باره کي درلودلې.
خو رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه ټولي رد کړې؛ داسي چي د صفرالمظفر د مياشتي په هکله چي خلګ کوم فاسد باور لري هغه درست ندئ، پدې مياشت کي واده کول او سفرکول هيڅ پروا نلري، او پدې مياشتي کي هيڅ ځانګړئ مصيبت او غم نسته او نه هم دغه مياشت يوځانګړئ عبادت اوطاعت لري، د نورو مياشتو غوندي دا هم يوه د دوولسو مياشتو څخه ده چي کال ورڅخه جوړدئ.

نو دې مياشتي ته د غم او بلاګانو مياشت ويل او يا ددې مياشتي په تيريدلو باندي خوشاله کيدل او د مياشتي په آخره کي د خوشالۍ مراسم نيول دا ټوله هغه شيان دي چي مسلمان يې په کولو باندي ګناهکاره کيږي او په کلکه بايد ځان ورڅخه وساتي.

په ځینو ځایونو کي داسي اصطلاح ده چي د صفر میاشتي په راتللو باندي خلګ خوابدي کیږي او دې میاشتي ته د بدفالۍ او بدمرغۍ په سترګه ګوري کله چي دا میاشت تیره سي نو دوۍ د خپلو کورونو کونجان په جارو باندي ټکوي او داسي وایي: صفره ووته بلا ووته.
ځیني خلګ بیا پدې میاشتي کي سفر ته نه ځي او یا د سفره څخه کور ته نه راځي، ځیني خلګ بیا پدې میاشتي کي ودونه نکوي، ځیني خلګ بیا ددې میاشتي لپاره خاص خیرات کوي.
دا ټول خرافات او بې ثبوته رواجونه دي مسلمانان باید پر داسي شیانو باندی باور ونلري او دې میاشتي ته د نورو میاشتو په حيثيت وګوري.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: