۱۳۹۸/۰۷/۱۴

هیڅ وخت وارخطایي مکوئ!

په هر کار کي الله پاک حکمت لري کله ناکله پر مسلمانانو باندي سختۍ او ستونزي پدې خاطر راوړي تر څو مسلمان د کافره څخه او ښه د بده څخه جدا کړي او نورو خلګو ته يې عملا ور ښکاره کړي.
ځيني خلګ داسي وي چي په زړه کي نفاق لري خو ځانونه مسلمانان معرفي کوي په زړه کي د کافرانو سره مينه لري خو په ظاهره ځانونه د مسلمانانو پلويان ښکاره کوي.
ځيني خلګ بيا داسي بې غيرته وي چي تل د ترازو پلې ته ګوري د کافر له ويري کافران کيږي او د مسلمان له ويري تظاهر د ايمان کوي ددې لپاره چي د مسلمانانو صف صفا سي او داسي خلګ ځيني ووځي نو الله پاک پر مسلمانانو باندي مصيبتونه او غمونه راولي.
د غمونو په راتللو سره مسلمان صبر او تحمل کوي خپله حوصله او زغم له لاسه نه ورکوي، ددين په لاره کي استقامت نه پسې پريږدي، تر خپل دين او ايمان نه تيريږي او خپل ثابته موقف ته هيڅ تغيير نه ورکوي خو ددې پر عکس منافق او ضعيف الايمانه انسان بيا د هر چا سره د هغه په ډول ښوري کافر ته ځان کافر ښکاره کوي او مسلمان ته ځان مسلمان، د کفر سره يې مينه ډيره وي ځکه نو د کافر په کاميابۍ باندي خوشاله کيږي او د مسلمان په کاميابۍ باندي خوابدئ کيږي. د مسلمانانو له ويري کله ناکله ځان کلک مسلمان هم معرفي کوي خو چي د کفارو برياليتوب ته يې لږ طمعه پيدا سي بيا نو بيرته د کافرانو خواته ورځغلي.
دا لړۍ د اسلام د لومړي پیل څخه بيا تر قيامته پوري جريان لري د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي د احد په جګړه کي ډير منافقين الله پاک رسوا کړه همداسي د تاريخ په اوږدو کي په ډيرو پيښو او سختيو کي الله پاک منافقين رسوا کړيدي ددې ګټه داده چي د مسلمانانو صف صفا کيږي ځکه  د مسلمانانو په صف کي د منافق وجود ډير تاواني وي الله پاک په قرآن شريف کي فرمايي:
مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ.[آل عمران 179]
ژباړه: الله پاک مومنان پر هغه حالت باندي نه پريږدي پر کوم چي اوس تاسو ياست تر څو چي بد د ښه څخه جدا نکړي.
زموږ په ژوند کي دداسي حالت ډيري بېلګي راغلي دي چي يوه يې په دا لنډو کي د امريکايي ولس مشر ټرمپ خبره وه چي د افغانستان په هکله يې وکړه او ددې اعلان يې وکړ چي د طالبانو سره به نور د سولي خبري بندوي ددې اعلان سره ډيرو خلګو خپل منافقت ښکاره کړ او داسي خبري يې وکړې چي مسلمان خو پسې پرېږده د جوړ انسان سره لا بد خوند کوي.

مسلمانانو وړونو او خويندو!
د نړۍ په تاريخ کي تر امريکا لوۍ لوۍ قوتونه الله پاک نسکور کړيدي هيڅ وخت د امريکا په زور باندي مه نازيږئ موږ يې مړه يا يې ژوندي داسي وخت به راسي چي امريکا به هم د نمرود، فرعون، روس او انگليس په برخليک باندي اخته کيږي تاسو به هم مړه ياست د امريکا پلوي به مو هيڅ درد درته دوا نکړي د خپل دنيوي مثبت ژوند تر څنګ د آخرت فکر هم وکړئ بېله الله پاک بل د هيچا په زور باندي داسي باور مکوئ چي هيڅ کله به نه ورکيږي.

ګرانو وړونو او خويندو!
منافقينو او ضعيف الايمانه خلګو ته مه ګورئ د هغوۍ سره نه ددين غم سته نه د وطن او نه هم د خپلي آبرو او عزت، تل ځانونه د شريعت تابع وبولئ، ثابت او ښکاره موقف ولرئ او د خپل دین لپاره خدمت خپله ايماني او وجداني دنده وبولئ.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: