۱۳۹۸/۰۷/۱۴

د قرآن په نسبت زموږ مسئوليت:

کفار او بې دينه خلګ خو تل د قرآن سپکاوئ کوي ځکه چي هغوۍ پر قرآن باندي ايمان نلري نو ځکه هغه ته ارزښت هم نه ورکوي.
کوم شئ چي زموږ مسلمانانو لپاره مهم دئ دادئ چي موږ د قرآن په نسبت خپل مسئوليت وپيژنو او عملاً يې په اثبات باندي ورسوو چي موږ د قرآن لپاره په ټولو ثابته سوو حقوقو باندي باور لرو او د ژوند په هره برخه کي یې عملي کولو ته ژمن یو.
د لاندي شيانو په عملي کولو سره موږ د قرآن په نسبت د خپل مسئوليت د آداء کولو ښکارندويي کولاي سو:
1 – پر ټوله قرآن باندي عملاً ايمان ولرو داسي نوي چي کوم ځايونه چي زموږ د غوښتنو سره موافق وي پر هغه باندي ايمان لرو او کوم ځايونه چي زموږ د غوښتنو خلاف دي پر هغه ځايونو باندي بيا ايمان نلرو(العیاذ بالله).
2 – قرآن د ځان لپاره اساسي قانون وبولو او د قرآن په شتون کي پر بل هيڅ وضعي قانون باندي خپله فيصله آواره نکړو.
3 – د قرآن زدکړي ته پوره پاملرنه وکړو او د ټولو برخو د زده کولو لپاره يې خپل ټوله توان او طاقت په کار واچوو.
4 – په تدبر باندي د قرآن تلاوت ته متعهد وسو، د تلاوت د اوريدلو په وخت کي پوره چوپتيا غوره کړو او بې اودسه لاس ورنه وړو.
5 – د قرآن ښوونکو او زده کوونکو سره د خپلي ميني ښکارندويي او پوره مرسته وکړو.
6 – د قرآن د زدکړي د ځايونو سره لکه مدارس، مکاتب او ځيني اسلامي رسنۍ پوره همکاري وکړو او کوښښ وکړو چي هرڅومره د قرآن د زدکړي ځايونه فعال وساتو.
7 – د قرآن د توهين کوونکو څخه نفرت وکړو او د هغوۍ سره تړون د دوستۍ ونه ساتو بلکي هغوۍ د ځان دښمنان وبولو او د دښمن په سترګه ورته وګورو.
9 – په قرآن باندي فاسد دليل ونه نيسو،  یعني پر خپل باطل او فاسد کار باندي د قرآن څخه دلايل ونه وايو.
10 – په لومړي قدم کي ټوله قرآن حفظ کړو که مو ټوله په وس نوي نو بيا تر خپل توان او طاقت پوري چي څومره مو په وسه وي هغه حفظ کړو او د دومر قرآن حفظ چي لمونځ ورباندي صحیح سي هغه خو پر هر مسلمان باندي فرض او ضروري دئ.
11 – نورو خلګو ته د قرآن تبليغ وکړو يعني کوم شئ چي مو خپله د قرآن څخه زده وي هغه نورو ته هم ورزده کړو د ناظرې څخه شروع بيا تر تفسير، ترجمې او احکامو پوري هر شئ چي موږ زده وي هغه نورو مسلمانانو ته هم ورسوو.
12 – قرآن د ځان د جسمي او روحي ناروغيو لپاره شفاء وبولو او پدې باور وسو چي قرآن زموږ د هري ناروغۍ لپاره دوا ده.
كه مو د قرآن حق پوره آداء کړ نو خپله ریښتینې مسلماني مو هم په اثبات باندي ورسوله.
لیکوال: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: