۱۳۹۸/۰۷/۱۴

ډونالنډ ټرمپ ولي د سولي خبري لغوه کړې؟ ــــــــــــ


1 – ټرمپ د خبرو پروسه د سولي لپاره نوه پيل کړې بلکي ددې لپاره يې پيل کړې وه چي طالبانو ته دوکه ورکړي خو کله چي پدې باندي پوه سو چي طالبان نسي دوکه کولاي نو سم دستي يې د خبرو د لغوه کيدلو حکم وكړ.

2 – دا معلومه خبره ده چي په 18 کلونو کي امريکا پدې باندي ونه توانېده چي طالبان ختم کړي نو فکر يې وکړ چي په نظامي ډګر کي که ناکامه يم راسه په سياسي ډګر کي طالبان خطاباسه خو کله چي پدې باندي پوه سوه چي په سياسي ډګر کي ماته خورم نو يې تنها نظامي ماته قبوله کړه او سياسي ډګر يې خوشي کړ.

3 – ددې امکان سته چي په کور کي د ننه دي پر ټرمپ باندي فشار راغلئ وي ځکه چي د طالبانو سره پر خبرو د امريکايي کانگرس ډيرئ غړي مخالف وه ځکه چي هغوۍ ته د کوم هيواد منافع مهم ندي بلکي خپلي شخصي ګټي ورته مهمي دي او ددوۍ شخصي ګټي په جنګ کي خوندي دي لکه زموږ په هيواد كي ځينو داسي خلګو د سولي د خبرو مخالفت کوئ چي په جنګ کي يې منافع خوندي دي.

4 – شايد ټرمپ ته به دا خبره معلومه سوېوي چي انګريزان د افغانستان څخه بېله کوم تړونه ووتل، روسان بېله کوم تړونه ووتل نو زه ولي تړون امضاء کوم؟.

5 – پدې خاطر چي ټرمپ يو نشه يې او ليونئ سړئ دئ شايد هم دده غوندي ليوني يې ورفکر کړيوي چي تر څه وخت پوري لا جګړه وکړه شايد ويې ګټې خو دئ پدې باندي خبرندئ چي د هغه چا سره جګړه ډيره ستونزمنه ده چي د مرګ (شهادت) لپاره جنګيږي.

6 – شايد هم دئ پدې فکر وي چي ددې لاري څخه پر طالبانو باندي فشار راوړي تر څو که بالفرض په را روان وخت کي د سولي خبري يو ځل بيا شروع کيږي طالبان خپل تر ډيرو غوښتنو تېر سي.

7 – ددې امکان هم سته چي ټرمپ دي د را روانو ولس مشرۍ انتخاباتو لپاره دا کار کړئ وي ځکه تېر ځل هم و دته پدغسي تندو خبرو او کارونو باندي د امريکا ليوني ولس رايه ورکړه.

8 – دا هم  د امکان څخه ليري خبره نده چي د افغانستان څخه دي ځينو خلګو ډيري تعظیمي زارۍ ورته کړيوي چي دغه پروسه دي ودرول سي ځکه چي هغوۍ د خپل قدرت او حکومت د زوال خوبونه ليدل.

9 ـ د نشر سوو خبرو پر بنیاد ټرمپ د طالبانو څخه غوښتي وه چي امریکا ته سفر وکړي او د ټرمپ سره وګوري خو طالبانو دا خبره د هوکړه لیک تر لاسلیک کیدلو پوري معلقه کړېوه چي شاید ددې کار سره ټرمپ خپل یاد تصمیم نیولئ وي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: