۱۳۹۸/۰۲/۲۸

دواړه قوتونه مهم دي:

د مسلمانانو لپاره د مادی او معنوي قوتونو دواړو لاسته راوړل او ساتل مهم او اړین دي.
په یواځي مادي قوت باندي اوږد مهالي بریا نسي ګټل کیدلای بلکي انسان د عادیانو، ثمودیانو او فرعونیانو د برخلیک سره مخامخ کوي.
په یواځی معنوي قوت باندي هم هیڅ شئ لاسته نه راځي، معنوي قوت چي کله د لږ مادي قوت سره یو ځای سي بیانو مخي ته یې غرونه هم نسي ټینګیدلای د بدر غزوه یې د بېلګو څخه یوه دانه ده او په اسلامي جهادي تاریخ کي یې مجاهدین ښکاره نمونې دي.
مادي او معنوي قوتونه حیثیت د وزرو لري لکه مارغه چي په یوه وزر باندي نسي الوتلای مسلمان هم په یوه قوت باندي ځان نسي ژغورلای.
مسلمانان باید تل ځانونه قوي کړي، د وخت د شرایطو سره برابري اسلحې جوړي کړي او د اړتیا سره سم جګړه ایز دفاعي او تعرضي امکانات او مادیات جوړ کړي ځکه دا ټول د مادي قوت برخي دي.
همدا راز مسلمانان باید خپله عقیده او عمل د اسلامي اصولو په چوکاټ کي د ننه برابر کړي او د ځانونو اصلاح او تزکیې ته پوره پاملرنه وکړي او نه ستړی کیدونکي عملي ګامونه پورته کړي ځکه دا ټول د معنوي قوت برخي دي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: