۱۳۹۸/۰۲/۲۲

د ډیر خوراک درې تاوانونه:

ژباړه: لقمان حکیم رحمه الله خپل زوۍ ته وویل: زویه! چي کله معده ډکه سي؛ نو فکر ویدیږي، حکمت ګونګیږي او غړی د عبادت څخه لویږي.
توضیح: یعني ډیر خوراک مکوه ځکه چي د ډیر خوراک دغه تاوان دئ چي کله د إنسان ګیډه ډکه سي نو فکر یې ویده سي چي په نتیجه کي إنسان ټنبل کیږي او شیانو ته یې ژر فکر نه رسیږي، همدا راز د ګیډي د ډکیدلو سره د إنسان منطق او حکمت کمزوري کیږي چي په نتیجه کي د زړه خبري سمی نسی کولای او خپل زړه د خبرو څخه نسي خالي کولای ځکه  چي ژبه یې د خبرو کولو توان نلري، همدا راز د ډیر خوراک له وجهي د انسان د بدن غړي سست سي چي په نتیجه کی د الله پاک سم عبادت نسي کولای او تل په عبادت کي ورڅخه بې غوري کیږي.
قال لقمان لابنه: " يا بني إذا امتلأت المعدة؛ نامت الفكرة، وخرست الحكمة، وقَعَدت الأعضاءُ عن العبادة ".[سبل السلام]

هیچ نظری موجود نیست: