۱۳۹۸/۰۲/۲۲

د ثور ۷ او ۸:

ددې دوو ورځو څخه باید موږ درې عبرتونه واخلو:
۱ – په یونظام کي چي داسي خلګوته ځای ورکول سوئ وي چي هغوۍ د کفري مفکورې ترڅنګ خپل بهرني بادار ته ډیر وفادار وي نو ارو مرو به یوه ورځ  د نظام پر سر باندي چوکیږي او نظام به له منځه وړي.
لکه کمونستیان چي د دهري کفري عقیدې تر څنګ خپل بادار روس ته ډیر وفادار وه، پر سردارمحمد داود باندي یې کودتا وکړه او نظام یې ړنګ کړ.

2 – هر نظام چي د بهرنیانو په مټ او زور باندي پر ولس وتپل سي او هغه نظام ته د خپلو خلګو تر غوښتنو د بهرنیو بادارانو غوښتني ډیري مهمي وي یوه ورځ به یې ارومرو بادار یواځی پریږدي او د ولس په رک زور به له منځه ځي لکه د نجیب حکومت چي روسانو یواځي پریښود او ولس هم را و پرځوئ.

3 – هر څوک چي د جهاد مقدسه لار تعقیبوي او د یرغلګرو په مقابل کي وسلواله مبارزه کوي ارومرو به د خپل صف یووالئ ساتي.
مساوي رهبران ، ګوندونه او ډلي ټپلي به پکښې نه جوړوي کنه نو عاقبت به یې داسي وي لکه پخواني جهادي رهبران، چي کله د نجیب حکومت سقوط وکړ د دوۍ هر رهبر د پاچاهۍ غوښتنه کول.
په خپل مینځ کي یې لکه دګور چینجي سره وخوړل، دځان خاتمه اوعاقبت یې خراب کړ او هیواد یې د خاورو سره خاوري کړ.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: