۱۳۹۸/۰۲/۲۲

د ثور د اتمي په اړه:

په اتمه د ثور کڅه هم د روس لاسپوڅي رژیم د نجیب په سرپرستۍ سقوط وکئ، مجاهدین کابل ته ننوتل او د جهاد اوحق د بریا اعلان وسو خو د جهادي ډلو د مستقلانه ډیروالی له وجهي، په جهادي رهبرانو کي د خلوص نیت دنه موجودیت پخاطر او دواک او چوکۍ سره د محبت په سبب دمیلیونونو شهیدانو ارمانونه، دمسلمان او مجاهد ولس هیلي، او د ټولو قربانیو او سرښندنو ثمره او نتیجه د خارو سره خاوري سوه.
جهادي رهبران په خپل مینځ کي د واک اوچوکۍ پرسر سره ښکر په ښکر سوه، او د روسي اشغال او کمونیستي تخریب څخه څه ناڅه پاته هیواد یې هم کنډ وکپر کړ او د مجاهد مبارک اوجهان لړزوونکئ نوم یې بد کړ.
او په هیواد کي یې د یوه سوچه اسلامي نظام د راتللومخه ونیول او د دوۍ په وجود کي یې د هغه احتمالي راتګ هم ممتنع وګرځوئ، ځکه هریوه به د بل په مقابل کي هغه مفکوره درلودل کومه چي یو داړه مار یې د بل داړه مار په مقابل کي لري.
په هیواد کي یې اړودوړ،  ټوپک سالارۍ او پاټک اچوني ته دومره زور ورکړ چي هري سیمي به ځان ته خپلواک واکمن درلودئ.
هماغه ولس چي په خپلو وینو یې روسان ایستلوته اړکړه د یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ سو، ژوندون یې تر بل هر وخت ډیر تریخ سو.
د ټول ولس سر، ناموس اومال د لیلامي سودا غوندي بې اعتباره او بې ارزښته سو.
لسګونو برخو ته د هیواد د تجزیې کیدلو سوچونه د هرسیمه ایز واکمن په ماغزوکي را ګرځیدل او هریوه یې عملا دځان د استقلال اوخپلواکۍ نغاری ډنګولې.
خو د الله په نزد دشهیدانو د وینو د قیمت په خاطر، د مظلوم ولس ددعاء په سبب او دځینو ریښتینو جهادی مشرانو د سالم تدبیر له وجهي چي ځانونه یې په خپل مینځي جګړه کي ښکیل نکړه اوتل یې د پورته بحرانی وضعیت څخه د هیواد د ایستلو فکر کوئ دټولو بې فکره او قدرت طلبه وسلوالو تباه کوونکي او ورانوونکي دسیسې یې شنډي کړې او د طالبانو د اسلامي تحریک په رامنځته کولو سره یې هیواد دتجزیې څخه وژغورئ.
هیواد والوته یې د آرامۍ تازه دمه ورکړه او یوځل بیا یې په هیواد کی د یوه سوچه اسلامی نظام د راوستلو هیلي را ژوندۍ کړې.
نیژدې وه چي د ټولو هیوادوالو د هیلو غوټۍ ګل سي او تازه راوتلي ګلان د مړاوي کیدلو څخه د سم غوړیدلو درشل ته ولاړسي چي ناڅاپه یو بل نړیوال استکبار د پورته بې لارو خلګو په مرسته پرهیواد یرغل وکړ اوپر هیوادوالو یې د سره څخه د تباهۍ اوبربادۍ دروازې پرانیستلې.
یا الله نور ددې مسلمان ولس غم ته خپله وخورې اوسوکاله ژوند، خپلواکي او هر اړخیزه امنیت یې په برخه کړې.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: