۱۳۹۸/۰۲/۲۲

حقیقت او شکایت:

په هره ټولنه کي چي اهل علم د ځان په ستاینه او تمادح باندي خوشاله کیدل نور نو په هغې ټولني کي د اتفاق او اتحاد عنصر ختم وبوله.
پداسي ټولنه کي ټوله پاملرنه اوږدو نومانو او لقبونو ته وي، تر کارونو یې خبري ډیري وي او تر پوهنه یې پر نومونو باندي تمرکز ډیر وي.
د چا به یو سطر علم وي خو نوم به یې دوې لیکي وي، ددین په اهانت او خلګو په جهالت باندي به یې خوا نه بدیږي خو د خپل نوم پر لنډیدلو به د خلګو سره دښمني کوي.
ددې پر ځای چي تواضع وکړي او ځان په تنها نامه یا تخلص باندي معرفي کړي تکبر کوي د زمانې ټول مادحه صفتونه په ځان کي را ټولوي او د شرعي، فطري او اخلاقي نورمونو پر خلاف ځان جامع الکمالات ښکاره کوي.
پداسي خلګو کی به هر کلئ ځان ته بیل قانون او ځانګړئ فکر لري او هر جومات به یې د جلا مذهب بڼه ځان ته غوره کړې وي، هر عالم به یې ځانته د مجتهد حیثیت ورکړئ وي په ورځنیو اجتهادي اختلافي مسائلو کي به بس تنها ځان پر حق بولي.
ددې پر ځای چي د نورو څخه په خپلي علمي نیمګړتیا کي مرسته وغواړي د نورو سم مسائل به په خپل نیمګړي علم خرابوي.
تر تأیید به یې تنقید او تر صواب به یې خطاء ډیره وي، تر اصلاح به یې فساد ته او تر سنت به یې بدعت ته ډیر زور وي.
تر  عباداتو به یې خرافاتو ته او تر ابتکاراتو به یې ورانیو ته ډیر خدمت کړئ وي.
تر الله پاک به یې شیطان او تر دوستانو به یې دښمنان د ځانه څخه ډیر خوشاله کړيوي.
هغه امامان به چي دئ یې ځان مقلد بولي په تنها نومونو یادوي خو ځانته به د سیمي په سطحه د علامه، فرید، وحید، شیخ، اعظم، پوهان او داسي نورو صفتونو په ویلو باندی خوشاله کیږي او پدې کار کي به د نورو سره سیالي او رقابت کوي.
فإلي الله أشتكي وإليه الملجأ والمنجأ أعاذنا الله من فتن آخر الزمان.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: