۱۳۹۸/۰۲/۲۸

د فاسد نظام ځیني خصوصیتونه:

۱ ـ د فاسد نظام مثال داسي دئ لکه مردار حوض هر شئ چی ور واچوې مرداریږي.
۲ ـ په فاسد نظام کي سم سړئ خدمت نسي کولای ځکه چي که سم سړئ مشر وسي فرمان یې نه عملي کیږي که کشر وسي د سم کار فرمان او اجازه نه ورکول کیږي.
۳ ـ په فاسد نظام کي اصلاحاتو ته د نظام د ړنګولو په سترګه کتل کیږي نو ځکه د اصلاحاتو راوړلو هڅه هم څوک نسي کولای.
۴ ـ په فاسد نظام کي مفسدین د فساد د بقاء لپاره سره یو موټي وي نو ځکه د هر ښه سړي په مقابل کي سنګر نیسي.
۵ ـ په فاسد نظام کي ښه خلګ اتفاق او اتحاد نه سره نلري نو ځکه د فساد په مقابل کي سنګر نه سي نیولای.
۶ ـ په فاسد نظام کي ښه سړئ ډیر ژر د خدمت او اصلاحاتو روحیه د لاسه ورکوي نو ځکه یا پر فساد سترګي پټوي او یا هم نظام پسې پریږدي.
۷ ـ په فاسد نظام کي مفسدین  قصدا جرایم تر سره کوي تر څو نظام نور هم فاسد او ضعیف سي او دوۍ ته د نور فساد زمینه برابره سي.
۸ ـ په فاسد نظام کي د ښه سړي د استخدام مخه نیول کیږي او بد خلګ ډیر ژر ګومارل کیږي.
۹ ـ په فاسد نظام کي قانون ته ددښمن په سترګه کتل کیږي نو ځکه یې څوک نه عملي کوي.
۱۰ ـ په فاسد نظام کي هره اداره پر بلي بد وایي پداسي حال کي چي ډیرئ وختونه په فساد کي سره شریکان وي.
۱۱ ـ په فاسد نظام کي مدیران د خپل رئیس څخه هغه وخت خوشاله کیږي چي پدوۍ باندي کار ونلري او محاسبه ورسره ونکړي.
۱۲ ـ په فاسد نظام کي ددې پر ځای چي د خلګو خدمت وسي خلګو ته مشکلات پیدا کیږي.
۱۳ ـ په فاسد نظام کي لیاقت او استعداد مهم ندئ بلکي واسطه او پیسې مهمي دي.
۱۴ ـ په فاسد نظام کي کاري ظرفیت او وړتیا مهمه نده بلکي اسناد او سوانح مهم دي کڅه هم جعلي وي.
۱۵ ـ په فاسد نظام کي د ملت خوشالول مهم ندي بلکي د ملت چوپتیا او سکوت مهم دئ کڅه هم په ظلم او زور باندي وي.
۱۶ ـ په فاسد نظام کي د وطن دوستۍ ځای خیټي دوستۍ نیولئ وي نو ځکه هر چاته تر ایمان، اسلام او وطن خپله خیټه ډیره مهمه وي.
۱۷ ـ د فاسد نظام څخه ښه خلګ فاصله نیسي ځکه پر خپلي آبرو او عزت باندي ویریږي
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: