۱۳۹۸/۰۲/۲۲

د رسنیو په اړه: (۲)

نړیوالي رسنۍ په مسلمانانو کي سیاسي انحراف راولي او ډیر تمرکز یې پر دې باندي وي چي په مسلمانانو کي بې اتفاقي او بې باوري راولي، اسلامي مقدسات او شعایر سپک ښکاره کوي او په مسلمانانو کي د واحد رهبریت د راتللو مخه نیسي، د مسلمانانو تاریخي حیثیت تحریفوي، د مسلمانانو ذهنیتونه د غلامۍ منلوته آماده کوي او په مسلمانانو کي د آزادۍ، خپلواکۍ او اسلامي زورواکۍ روحیه وژني.
خو ځیني داخلي رسنۍ بیا د یادو کارونو ترڅنګ د فحشاء او بې حیایۍ کارونه هم پر مخ باندي وړي، په مسلمانانو کي د عقیدې او عمل د خرابولو لپاره ډیري مبتذلي خپروني نشروي او مسلمانان په ځانګړي ډول ځوانان ددین څخه لیري کوي او په بې فایدو او عبثو شیانو یې مصروف کوي.
نو مسلمانان باید د رسنیو په مقابل کي ډیر هوښیاران وسي.

هیچ نظری موجود نیست: