۱۳۹۸/۰۲/۲۲

د نړیوال مجرم په اړه:

که نړیوال او داخلي د بشري حقوقو ددفاع مدعیان ۲% په خپلي داعیې کي ریښتیني وای جنرال مالک ته یې باید د مځکي پر مخ د ګرځیدلو او پاته کیدلو اجازه نوای ورکړې.
او که په افغاني سیاسیونو کي یوه ذره ایمان او افغاني غیرت وای د مالک سره به په یوې خوني کي هم نوای کښیناستلي.
مالک هغه غدار، خونخوار او ظالم انسان دئ چي په زرهاوو تنکي طالبان یې په ډیر ظلم او وحشت سره شهیدان کړه چي دلیلي په دښته کي یې تر اوسه هډونه اوآثار پراته دي او هغه ترخې او ژړوونکي ویرجني صحنې یې تر اوسه زموږ سترګو ته پورته کښته کیږي.
خو هغه د پښتو متل دئ چي " مارغان دي هغه سره کښیني چي بڼي یې سره ورته وي " اوس هم د مالک سره هغه خلګ ګرځي چي دده غوندي ظالمان او غداران دي.

مالک د بخښلو ندئ!!!!!

هیچ نظری موجود نیست: