۱۳۹۸/۰۲/۲۲

دمخابراتی شبکو په اړه:

زموږ په ځای کی مخابراتی  شبکې لاندی نیمګړتیاوی لری:
۱ – د مکالمې کیفیت یې ډیر کښته دئ پدې معنی سره چی اړیکه ژر نه وصل کیږی او دوامداره خبری نکیږی بلکی اړیکه په خپله پرې کیږی همدا راز د مکالمې په وخت کی خبری قطع او وصل کیږی.
۲ – انټرنټ قطع او وصل کیږی یوځل تیز سی بیا ډیر سیلو سی او کله کله پر مخ بندسی، بله ستونزه یې داده چی علامه د 3G راوړی خو سرعت یې تر 2G  هم لږوی.
۳ – شبکې دځانه څخه ځینی بنډلونه فعاله کوی او په مقابل کی یې د مشتریانو څخه پیسې کاټوی ما خپله تراوسه ډیر راجسترسوی سیمکارتونه ځکه غورځولی دی چی دځانه څخه یې بنډلونه فعال کړیوی، پیسې نه سې ور اچولئ دستی یې خوری، د شرکت سره چی په تماس کی سې هغه وعده درکوی خو فعاله سوی بنډلونه نه بندوی، ځینی وختونه خو وایی موږ یې نسو غیر فعاله کولائ یو تخیلی کد درکوی هغه چی هرڅه ډایل کوی کارنکوی.
۴ – د انټرنټی بنډل د خلاصیدلو وروسته مخکی تردې چی خبردرکړی په سیمکارټ کی موجود ټول کریډیت خوری.
۵ – د مکالمې میاشتنئ بنډل درکوی خو کله کله یې مخکی تر پوره کیدلو د وخت بندوی ماخپله یوځل د روشن ۴۰۰ دقیقې میاشتنئ بنډل فعال کړئ وو ۱۵ ورځی یې تیری سویوی او ترنمایې ډیری دقیقې پاته وې یوه شپه  می خبری کولې چی دخبرو په مابین کی اړیکه بنده سوه پیغام راغئ لیکلی وه: خطا در بسته. چی کله می کریډیت چک کړئ کریډیت یې هم خوړلئ او بنډل هم ورسره ختم سوئ دئ.
۶ – قیمتونه خو یې ټولو ته معلوم دی چی څومره ډیر دی.
زموږ غوښتنه داده چی قیمتونه دی کم کړی، د مکالمې او انټرنټ کیفیت دی سم کړی او دغلا کول دی بس کړی دځانه څخه دی بنډلونه نه فعالوی.

هیچ نظری موجود نیست: