۱۳۹۸/۰۲/۲۲

دغه ته وايي مشر:

دغه ته وايي مشر:
چي په هيواد كي يې په خپلي واكمنۍ كي داسي شرعي نظام راويست چي داسلامي خلافت دسقوط راپدې خوا يې نمونه نوه.

دغه ته وايي مشر:
چي نړۍ ته يې دهغه خلګو طاقت اوتوان وښود چي خلګو ورسره پاچاهي بده ګڼل دهغوي وظيفه يې تنها: دماشوم په غوږ كي آذان ، په مساجدو كي امامت ، د مړو پريول او.... بلل.

دغه ته وايي مشر:
چي ټوله قومندانان يې د اخلاقو ، اخلاص او ساده سيرت څخه متأثر سويوه او يوه ذره يې ورڅخه بغاوت نكوئ.

دغه ته وايي مشر:
چي هر چا يوځلي ليدلئ واي ټوله عمر يې تعريف كوئ، او په تنها ليدلو باندي يې ترتأثير لاندي راغلئ وي.

دغه ته وايي مشر:
چي د نړۍ ټوله رښتيني مجاهدين يې اتل ، قهرمان او عمرثالث بولي.

دغه ته وايي مشر:
چي نه يې فيلم وو نه يې تصوير اونه يې هم ږغ په ليكلو پيغامونو او نامه باندي يې فرمان چلېدئ.

دغه ته وايي مشر:
چي د يوه مسلمان مجاهد لپاره يې درست حكومت د لاسه وركړ خو دكفر غلامي يې قبوله نكړه او د اسلام  د هيبت او وقار شمله يې ټيټه نكړه.

دغه ته وايي مشر:
چي كله امريكا ورڅخه د اسامه د ورسپارلو غوښتنه كوي دئ د ځينو خلګو سره مشوره كوي څوك ورته وايي: د اسامه سپارل ضرر قليل دئ او زمونږ د اسلامي نظام پاتيدل منفعت كثير دئ د ډير منفعت لپاره سړئ لږ ضرر ګالي.
دئ ورته وايي:ډير منفعت د اسلام د هيبت او وقار ساتل دي ، د اسلام د حريت او إيماني عزم ښكاره كول دي او كافر ته نه تسليميدل دي او لږ ضرر زما د حكومت د لاسه وركول دي ، زه خپل حكومت د لاسه وركوم خو د اسلام وقار او عزت نه كښته كوم هيڅ كله به اسامه امريكايانو ته تسليم نكړم. سبحان الله

دغه ته وايي مشر:
چي په يوه فرمان يې په ټوله هيواد كي مطلقا د نشه ايزو توكو كرل عملي بند كړه.

دغه ته وايي مشر:
چي له دنيا ولاړئ نه يې شخصي ښارګوټي پريښودل نه يې لويي بنګلې او ساختمانونه پريښودل.

دغه ته وايي مشر:
چي كله به د خپلو ملګرو سره پر لاره روان وو د چا په فكر كي به نه راتله چي دغه به مشر وي.

دغه ته وايي مشر:
چي د يوې خاوريني جونګړي څخه يې دداسي حركت قيادت كوئ چي د47 متكبرو هيوادونو سره يې مقابله كول.

دغه ته وايي مشر:
چي نه يې مال ډيروو نه يې نفر ډير وه او نه يې هم مځكه ډيره وه په خپل قوي إيمان او اوسپنيز عزم يې ځان د هرشي څخه مستغني كړئ وو او د نړۍ تر ټولو لوۍ زبرځواك يې په همدغه إيماني قوت او الهي نصرت باندي مات كړ.

دغه ته وايي مشر:
چي په خپلي واكمنۍ كي يې داسي امنيت راوستلئ وو چي په بازارونو كي به د لمانځه پروخت د دوكانونو دروازې خلاصي وې يوه سورې ستن به هم نه غلاكيدل.

دغه ته وايي مشر:
چي مخالفين يې ډيرئ فساق اوفجاردي.
هغه مشر اميرالمؤمنين ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله وو ، الله پاك دي قبر دجنت باغچه وګرځوي او دده مجاهدينو ته دي الله پاك دده پرقدم باندي د تللو توفيق وركړي.
په رښتياچي دغه ته وايي مشر. الله پاك دي ورته جنت الفردوس وركړي.

هیچ نظری موجود نیست: