۱۳۹۸/۰۲/۲۲

متکبر عالم:

متکبر عالم دین ته خدمت نسي کولای که د خدمت په نوم کوم کړه وړه سرته رسوي په ټولنه کی یې مثبت آثار نه ښکاري.
متکبر عالم د خلګو په اصلاح کی فعال رول نسي لوبولای  او ددین لپاره د ښو انسانانو محبوبیت لاسته نسي راوړلای.
متکبر عالم د نورو علماؤ لپاره مشاور او د عامو مسلمانانو لپاره حقیقي رهبر نسي جوړېدلای.
متکبر عالم ته د ضرورت په ځای کی د خبرو کولو او دسکوت په ځای کی د چوپ پاته کیدلو کمال او توفیق نسي ورکول کېدلای.
د متکبر عالم سره تل قوم پرستان، په مال او ثروت باندی مستان، په فکري لحاظ منحرف او بدګمانه خلګ، بې ځایه ټوکی کوونکي، درواغ ویونکي، غیبت کوونکی او نا اهله انسانان ناسته او ولاړه کوي.
متکبر عالم پر ځان باندی دهیچا باور لاسته نسي را وستلای او دا یې زړه غواړي چی ټوله نړۍ دي دده موافقت او ستاینه وکړي.
متکبر عالم فکر کوي: دئ جامع الکمالات دئ نو ځکه ځان هیچا ته اړنه بولي خو هر څوک ځان اړ بولي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: