۱۳۹۷/۰۸/۳۰

د امریکایانو سره ددوستۍ حیثیت اوعاقبت:

دقرآنی نصوصو او شرعی اصولو په رڼا کی داخبره ډیره واضحه ده چی کفار هیڅ وخت دمسلمان لپاره دوستان نسی جوړیدلائ او مسلمانان باید ددوی سره په معامله کی ډیر محتاط وسی ترڅویې دوکه نکړی او ژوندون یې ورته برباد نکړی.

په قرآن شریف کی په ډیرو آیاتونوکی الله پاک مسلمانانو ته دکفارو دفریب اوچم په اړه خبردارئ ورکړئ ترڅو مسلمانانوته ددوی پیژندنه آسانه سی او په مقابل کی یې ځان ښه آماده کړائ سی په سورة التوبة کی الله پاک فرمایی:
فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ (التوبة 12)
ژباړه: دکفارو مشران مړه کړئ یقینا چی دوی هیڅ تعهد نلری ددې لپاره چی دوی دخپل کفر څخه لاس واخلی.
اوپه بل آیت کی الله پاک فرمایی:
يأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لاَ يَأْلُونَكُمْ خَبَالاً وَدُّواْ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ.[سوره آل عمران 118]
ژباړه: ای مؤمنانو!تاسو مه نیسئ سری(پټ) دوستان دغیر څخه ستاسو(یعنی دکفاروڅخه) دوی ستاسو څخه هیڅ فساد نه سپموی ، او دوی خوښ لری هرهغه شئ چی تاسو په تکلیف کی اچوی ، ددوی دښمنی (ستاسوسره) ددوی دخولۍ څخه ښکاره سویده ، خوهغه شئ (دښمنی )چی دوی یی په زړونوکی پټوی ډیر غټ دئ ، په یقین باندی موږ تاسو ته آیتونه (ددوی پردښمنی باندی ) بیان کړیدی کچیری تاسو پوهیږئ.

توضیح: یعنی هیڅ کله دځان لپاره کافر، پټ اوسری دوست مه نیسئ، ځکه چی کافر په هیڅ وقت کی ستاسو سره دوست کیدلائ نسی، نوکچیری تاسو دوی خپل پټ اوسری دوستان ونیسئ ، نوستاسو راز اوسِر به ستاسو نورو دښمنانو ته افشاء کړی ، اوستاسو ټول پلانونه او پروګرامونه به رسوا کړی ، اوستاسو خپل مینځی او داخلی تصمیمونه به برملا کړی، اوتاسو څنګه ددوی سره دوستی کوئ پداسی حال کی چی دوی په ملأ عام کی ستاسو سره ددښمنۍ اعلان کوی؟ پاتی سوه هغه شیان چی په زړه کی یې ستاسو په نسبت ساتی هغه خو بیخی ډیر غټ دی، یعنی ترظاهری دښمنۍ یې هغه دزړه کرکه او نفرت ستاسو څخه بیخی ډیردئ، نوتاسو څنګه داسی خلګ دځان لپاره دوستان نیسئ؟ پداسی حال کی چی الله پاک ددوی دپیژندلو لپاره تاسو ته آیتونه هم رالیږلی دی، او هغوی یې تاسو ته معرفی کړیدی، چی دوی ستاسو دوستان نسی کیدلائ ، نوکه تاسوعقل لرئ ، ددوی سره دوستی مکوئ، ځکه دداسی خلګو سره اوپداسی حالت کی دوستی دعاقل اوهوښیار سړی کارنوی.

دسعودی هیواد چی دڅولسیزو راپدې خوایې دامریکاسره خپلوی جوړه کړیده داسی خپلوی چی خپل ټوله هستی یې دامریکا په واک کی ورکړیده خپلی ټولی زیرمی یې دامریکا په خدمت ایښی دی اوس یې بادار ځینی خوابدئ سوئ دئ دده ټولی نیکۍ اوکومکونه یې  هیرکړیدی او داسی سپکاوئ یې ورته کړئ دئ چی کچیری دامریکا حمایت او مرسته نوی دسعودی حکومت به دوه ساعته هم په واک کی پاته نسی.

پدې باندی موږ کارنلرو چی دسعودی هیواد تراوسه پوری دامریکا په مرسته پاته وو اوکه بل لامل یې وو خو دومره وایو چی نړیوالوته وشرمیدئ هوښیارو مسلمانانوته یې حیثیت او آبرو ولاړه دبا احساسه مسلمانانو ګمانونه چی پرسعودی باندی یې د امریکا لپاره د غلامۍ او مزدورۍ ګمان درلودئ ټوله رښتیا سوه.

خو مهمه خبره داده چی ددې پیښی څخه ولی هغه خلګ عبرت نه اخلی چی اوس هم امریکا ته سر پرسجده دی دهغې دغلامۍ اومزدورۍ لپاره دهر کار کولو ته آماده دی او دځان څخه یې دهغې دلوبی نانزکه جوړه کړیده.

آخر ستاسو سر په کوم دلیل باندی خلاصیږی؟ ائ دهیوادونو حاکمانو او هغه کسانو چی د واک پرچوکۍ باندی امریکا سواره کړی یاست!
• قرآن او حدیث درته وایې په کفارو باندی باور مکوئ ځکه چی دوی ستاسو دوستان نسی جوړیدلائ.
• د انسان دخلقت څخه بیا تراوسه پوری د اسلام اوکفر مبارزه روانه ده اوهیڅ وخت کفارو داسلام اومسلمانانو په ګټه په شعوری ډول کوم مثبت کارندئ کړئ.
• د اسلام سره دکفار دښمنی په تاریخ او تجربه باندی ثابته سوېده.
• سالم اوجوړ عقل هیڅ وخت ددوی سره دداسی دوستۍ تجویز نه ورکوی.
• دوی په خپلو کارونو اوپالیسیو باندی داسلام سره خپله دښمنی دلمر غوندی بربنډه کړیده.

خوبیاهم تاسو ورسره لاس ترغاړه یاست، ددوی په ګټه  ورسره اړیکی ساتئ، تړونونه ورسره لاسلیک کوئ، پرخپل کور اوناموس یې خپله واکمن کوئ اوخپل هرڅه ددوی په واک کی ورکوئ.
مکوئ که ځانونو ته عاقل إنسانان اومسلمانان وایاست ددې کارونو څخه لاس واخلئ اوپرخپل حقیقی خاوند باندی اعتماد وکړئ دخپلو نیکونو په تاریخ باندی افتخار کوئ خو ځانونه دهغوی په څیر نه جوړوئ!

هیچ نظری موجود نیست: