۱۳۹۷/۰۸/۳۰

د ميلاد النبی صلی الله علیه وسلم په مناسبت:

یارسول الله!
یارسول الله زموږ خودغه عین الیقین دئ چی ته د الله پاک ریښتینئ پیغمبر اورسول یې، الله پاک دإنسانانو لپاره دحقیقی لارښود او دټولو بدمرغیو څخه دإنسانی ټولنی دخلاصوونکی په صفت رالیږلئ یې، ددې لپاره یې رالیږلئ یې ترڅو په مځکه کی دالله پاک د ریښتینی خلافت په ژوندی کولوسره دمځکی له مخه ټولی تیارې او ناخوالی ورکی کړې، دمځکی مخ په توحید باندی ودان کړې او فضاء دبشری ریښتینی عبادت په فیوضاتو اوبرکاتو باندی معطره کړې، فاسد اوباطل باورونه او معتقدات ختم کړې، په سپیڅلی پاکه اسلامی عقیده باندی انسانی ذهنونه مقدس او ګلورین کړې ، انسانی صورتونه  دسالمه فطرت دغوښتنی سره سم عیارکړې او په تلپاتی ښایست اوزینت سره یې ښکلی کړې، بشری سیرت پر آواره اومستقیمه سیده لاره باندی برابرکړې او ددایمی بریا هدف ته یې درسولو لپاره سوق او رهنمایی کړې، په انسانانو باندی ښه اوبد وپیژنې دښه لوری ته یې راوبولې او د بد څخه ډډی کولو ته یې وهڅوې.
ائ دالله پاک ریښینئ رسوله! زموږ یقینی باور دئ چی الله پاک ته ددې لپاره رالیږلئ یې ترڅو إنسانان دهری بدبختۍ څخه وژغورې، ته الله پاک زموږ لپاره رهبر، ښوونکئ او دټوله ژوند لپاره بیلګه اونمونه رالیږلئ یې، پرتا نازل سوئ قرآن زموږ لپاره اساسی قانون اوستا مبارک سنت زموږ لپاره دژوند کولو معیار دئ، ستاژوند زموږ لپاره تعلیم او ستامبارک سیرت زموږ لپاره دښه ژوند کولو طرحه اوپلان دئ،ستا دعاګانی او زحمتونه زموږ لپاره د سر سایوان او دهلاکت څخه دژغورنی لامل دئ، دامت په باره کی ستا مبارکی ژړا او الله پاک ته ننواتی موږ ته بقاء اوپاتی کیدل راکړیدی، کنه نو موږ په خپلو أعمالو کی داسی شیان نلرو چی هغه دی زموږ دنجات سبب سی.
ائ دالله رسوله! موږ پدۍ باندی شاهدی آداء کوو چی دالله له لوری تاته سپارل سوئ مسئولیت تا په پوره توګه آداء کړئ او درکړل سوئ امانت دی ترموږ پوری په کامله توګه را رسولئ دئ، ددنیا څخه دی پداسی وخت کی رحلت کړئ دئ چی موږ ته دی پوره اوخودکفاء دین په لاس راکړئ ، زموږ دژوند پوره ضمانت کوونکئ قانون دی راته پرې ایښئ دئ، هغه قانون چی عملی کولو یې ستا ګران اصحاب دنړۍ واکمنان او سرداران وګرځول په مټ یې ستا حق دین دنړۍ وهر کنج اوکنار ته ورسیدئ ، دوی ته یې داسی لوی اوعظیم شان ورکئ چی نن موږ ددوی په کارنامو باندی ویاړ او افتخار کوو، زموږ په زمانه کی نړیوالو ته ددوی ژوند دریښتینی مسلمانۍ اوحقیقی ترقۍ دبیلګی په صفت وړاندی کوو.
ائ دالله رسوله! موږ پدې باندی اقرار کوو چی زموږ دبدبختۍ یواځنئ او لوی لامل دقرآن اوسنت څخه لیری کیدل دی.
ستا قرآن خپل کتاب بولو خو په ژوند کی یې نه عملی کوو.
ستا سنت منو خو ځان ورباندی نه جوړوو.
ځانته مسلمانان وایو خو داسلام څخه بغیر نورو ادیانوته ورځغلو.
پدې باندی ټوله پوهیږو چی پروردګارمو یو، پیغمبرمویو، کتاب مویو، دین مو یو، هدف مو یو، دښمن مو یو، لاره مو یوه ده او دیوه آدم علیه السلام څخه پیدا سوې یو خوبیاهم نه سره یوکیږو.
ائ دالله رسوله! نن ستا پرامت باندی داسی حالت راغلئ دئ چی ستا هر ریښتینی امتی ته دنړۍ ټوله کافران اوفاسقان دښمنان سویدی، ستا پرامت باندی داسی ظلمونه روان دی چی سړئ یې تصور نسی کولائ.
ائ دالله رسوله! نن دشمیر په حساب ستا امتیان بیخی ډیردی خو داتباع په حساب دی امتیان ډیر کم دی، دډیرو کسانوسره تنها داسلام نوم پاته دئ او بس، ستا دمیلاد ورځ لمانځی خو ستا په سنت باندی خبر ندی، ستا دمیلاد ورځی ته مبارکه ورځ وایی خو ستا مبارکی اوفضیلت ورڅخه هیر دئ، ستا دمیلاد تاریخ یې په کلیزوکی لیکلئ دئ چی په را رسیدلو یې تعطیلی اورخصتی کوی، خو پدې باندی خپل سر نه خلاصوی چی زه ولی ددې ورځی را رسیدلوته خوشاله یم؟ زما مسئولیت کوم دئ او زه باید دا ورځ څنګه ولمانځم او ولی یې ولمانځم؟.
ائ دالله رسوله! ستا امت دومره بې وفا اوبې انصافه سوئ دئ چی په ټوله کال کی یوه ورځ ستا یادونه کوی، ستا په اتباع باندی چی هر ګړئ ورباندی ستا یادونه کیږی ځان مکلف نه ګڼی ولی محفلونه اوجلسې چی د څوشیبو لپاره وی پداسی حال کی نیسی چی صورت اوسیرت یې ستا پرسنت باندی برابر ندئ.
ائ دالله رسوله! الله پاک دی ستا په برکت اوشرافت باندی دا امت اصلاح کړی او الله پاک دی ستا په برکت اوشرافت باندی ددې امت مظلومانو ته نجات ورکړی.
ائ دالله رسوله! الله پاک دی مو دهغو خلګو څخه نه ګرځوی چی دقیامت په ورځ کی ته ورڅخه شکایت کوې او وایې: رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا.
اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد کماصلیت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم إنک حمیدمجید اللهم بارک علی محمد علی آل محمد کما بارکت علی ابراهیم وعلی آل ابراهیم إنک حمید مجید.
ربنا آتنا فی الدنیا حسنة وفی الآخرة حسنة وقنا عذاب النار! ربنا اصلح لنا شأننا کله فی الدنیا والآخرة با ذالجلال والإکرام! اللهم احسن عاقبتنا فی الأمور کلها وأجرنا من خزی الدنیا وعذاب الآخرة!.

هیچ نظری موجود نیست: