۱۳۹۷/۰۸/۳۰

کافران زموږ لپاره څه غواړی؟

وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ.[سوره بقره 109]
ژباړه: خوښ لری ډیرئ داهل کتابوڅخه داچی تاسوواړوی (کفرته) وروسته تردې چی تاسوایمان راوړئ دئ، پخاطر د حسد ددوی (ستاسوسره) وروسته تردې چی دوی ته حق په وضاحت معلوم شوئ دئ.
توضیح: یعنی دکافرانو ستاسو لپاره ایمان او مسلمانی نه خوښیږی بلکی ددې کوښښ کوی چی تاسو کافران کړی او دا کار ددوی پدې خاطر دئ چی دوی ستاسو سره حسد لری او ستاسو څخه بد وړی پداسی حال کی چی دوی ته داسلام حقانیت هم ښکاره سوئ دئ.

درس: ددې آیت څخه باید هرمسلمان داسی درس واخلی چی کافران زموږ لپاره دوستان نسی کیدلائ ځکه هیڅوخت یودوست دبل دوست دګمراه کولو لپاره کوښښ نکوی پداسی حال کی چی کافران زموږ دګمراه کولو لپاره خپل ټوله توان اوطاقت استعمالوی او زموږ دمنحرف کولو لپاره هره ذریعه په کار باندی اچوی دنظامی اوجګړه ایز برید څخه بیا تر فرهنګی اوکلتوری بریده پوری ټول پراسلامی هیوادونو باندی کوی ترڅو دمسلمانانو اسلام، حیاء اوعفت له منځه یوسی او مسلمانان دځان غوندی فاحش او بی حیاء جوړ کړی.

هیچ نظری موجود نیست: