۱۳۹۷/۰۸/۳۰

بریالئ انسان څوک دئ؟

بریالئ انسان هغه دئ چی بریالیتوب وپیژنی د لاسته راوړلو لپاره یې مثبت ګام واخلی دخپل دوست او دښمن په پیژندلو سره یې باعث ژوندئ او مانع یې لیری کړی.
د سالم عقل څخه په استفاده  مثبت او منفی سره جلا کړی شروع سوی مثبت ته دوام ورکړی او په نوی باندی پیل وکړی ، خپل عقلی حس او فکری ادراک په شرعی معنوی انرژۍ باندی قوی کړی د للهیت او خلوص په ګاڼه باندی خپل عمل ښایسته کړی او د اجابت لوړ مقام ته یې د مناجات پر زینه باندی پورته کړی.
پر ګناه باندی د اقرار کولو وروسته د توبۍ ټینګ تکل وکړی، پرنیکو کارونو باندی عملی تلوار وکړی، د الله پاک دقهر څخه دی وویریږی او درحمت هیله ده ولری شریعت دی پر ځان نه جوړوی بلکی ځان دی پر شریعت باندی جوړ کړی.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: