۱۳۹۷/۰۸/۳۰

څوک چی خدمت کوی....

څوک چی خدمت کوی نو ډیر به زحمتونه ګالی
لــــوږی او تنــدی، کـــړاوونه او غمــــــونه ګالی

خــود به یې هر څوک په یوه او بل نامه یادوی
د نا اهــــلانــــــو به ټاپـې او تهمتــــــــونه ګالی

هر سوټه فکر به کوی هڅه چی نوم یې بدکړی
پر زړه به داغ وړی او په سرکی به سوچونه ګالی

دا خـو لا پریږده چیدی څوک ورڅه مننه وکړی
د فاسقانــو به بې ځایه پــــوسخنـــــدونه ګالی

ستایـــــنه نسته نه امیـــد سته د تقدیـــر کولو
د زور واکانـــــو به نیــوکی، تهــدیــــدونه ګالی

دا تجــــــربه ومظهــــــری ته لکه لمــــر ظاهره
خدمتګاران دی چی ستـړیاوی او زخمونه ګالی

هیچ نظری موجود نیست: