۱۳۹۷/۰۸/۳۰

دکفارو په چل او منافقت باندی ځان پوه کړئ:

وَقَالَتْ طَائِفَةٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُوا بِالَّذِي أُنْزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ. [سوره آل عمران 72]
ژباړه: وویل یوې ډلی داهل کتابوڅخه: ایمان راوړئ په هغه کتاب باندی چی پرمومنانونازل سوئ دئ، په اول کی د ورځی اوکافران سئ ورباندی په آخره کی دورځی ددې لپاره چی شاید دوی(مسلمانان) هم دخپل دین څخه رجوع وکړی.

توضیح: کفارو د اسلام ددین سره داسی دملنډو معامله کوله چی یووار به یې ځان مسلمان معرفی کوئ بیابه یې بیرته د اسلام څخه خپله بیزاری اعلانوله او داکار ددوی د راهبانو اومشرانو په سپارښتنه کیدئ.

ددوی مشرانو به خپلو افرادوته ویل: یو ځل مسلمانان سئ يعني اظهار داسلام وكړئ بیاکافران سئ ، اوداسی اعمال تل تکراروئ ددې لپاره چی مسلمانانو ته هم اسلام بې اهمیته ښکاره سی، عقیده یې خرابه سی، ثبات او استقامت په اسلام کی له لاسه ورکړی،اوپه خپل دين كي ورته شكونه اوشبهات پيداسي او داسلام څخه اووښتل ورته یوعادی کار جوړسی اوبالآخره دتل لپاره داسلام څخه واوړی.

زموږ په زمانه کی چی کفار د اسلام د بدنامه کولو لپاره کوم کارونه کوی مثلا د قرآن، پیغمبر او اسلامی مقدساتو سپکاوئ کوی اویاهم دځینو روزلو خلګو په ذریعه په خلګوکی ارتداد خپروی هغه داسی چی یوځل یوڅوک داسلام څخه دځان د اووښتلو اعلان کوی په اصل کی دا سړئ ددوی لخوا روزل سوئ وی دا ټول ددې لپاره دی چی په مسلمانانو کی داسی کارونه عادی کړی او دمسلمانانو حساسیت ورسره کم کړی چی د وخت په تیریدلو مسلمانانو ته خپله اسلام او اسلامی مقدسات دومره مهم نه ښکاری.

درس: هر څوک چی ځانته مسلمان وایی او پرقرآنی هدایاتو باندی باور لری باید دکفارو په مقابل کی خپل مسئولیت درک کړی.
په کفارو باندی باور ونکړی، د اسلام پرضد دهغوی په پلانونو باندی ځان خبر کړی، دهغوی په منافقت او چل بازۍ باندی دوکه نسی، د نورو مسلمانانو پرضد دهغوی سره مرسته اوکومک ونکړی، دهغوی سره هر اړخیزه  دوستی ونکړی، هغوی خپل دښمنان وبولی او ددښمنانو معامله ورسره وکړی او هیڅ وخت داسی فکر ونکړی چی دوی اسلامی هیوادونوته د آبادۍ او ودانولو لپاره ځی بلکی تل باید پدې باور وسی چی کفار اسلامی هیوادونوته د دښمنۍ له مخی د بربادۍ او خرابۍ لپاره ځی.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: