۱۳۹۷/۰۸/۳۰

د جدي ۶ او اکتوبر ۷:

6 دجدی او ۷ د اکتوبر هغه دوې توری اوکرغیړنی ورځی دی چی په هیواد کی دموجوده کړاوونو پیلامه بلل کیږی په ۶ دجدی د وخت مغرور، متکبر، ظالم، کمونیستی کفری هیواد شوروي پر افغانستان باندی یرغل وکړ، هیواد یې اشغال کړ آبادی یې ړنګه کړه او په ملیونونو هیواد وال یې شهیدان کړه.
په ۷ د اکتوبر د وخت بل وحشی، د انسانیت نړیوال دښمن، بین المللی جنایتکار، د اسلامی هیوادونو ورانوونکی، د غاصبو یهودانو پلوئ، د اسلامی مقدساتو سپکوونکی او د بشریت پر ټنډه باندی تور داغ مسیحي صلیبي امریکا پرهیواد یرغل وکړ، عامه تأسیسات یې وران کړه، دهیواد اقتصادی زیرمی یې وسوځولې، کلی اوښارونه یې وران کړه، ډله ایزی وژنی یې وکړې، ودونه اوجنازې یې بمبار کړې، په زرهاوو إنسانان یې ووژل او هیواد یې د بې برخلیکه جنګی حالت خیټی ته ور واچوئ.
یا الله ته ددې مظلوم ولس غور وکړې او یوښکلئ امنیت اوکراری یې په برخه کړې!

هیچ نظری موجود نیست: