۱۳۹۷/۰۸/۳۰

دكفارو ياري:

چاكـــري دكافــــرانو ګمــــراهي ده
پيــــروي دملحـــدانــو غلامــي ده

د كفارو كــړه ځان ليـــري مسلمانه
قبلول یې ده فرمان لو بدبختي ده

امداد مه غواړه د كفره كه پوهيږې
د اسلام ســـــره یـې كله وفائې ده

كه يوه لقمه ډوډۍ مــجاني دركي
زهــرې بـوله دا ښـكاره منافقي ده

بې هدفه دي پريږدي كله وڅنګ ته
صبح وشام یې وظيفه مكربازي ده

كه چشماني خپلي وركې هم هغه دي
ده اسلام ســرې ددين لو دښمني ده

لعله ليري كه نن ځان ددوي له څنګه
د كفــــاروپه يارۍ كي ناكامـــي د ه
ــــــ
زما دقبله ګاه صاحب د اشعارو څخه.

هیچ نظری موجود نیست: