۱۳۹۷/۰۸/۳۰

مناجات:

خدایه ته یې خیر کړې مخ ته می ډیر کړاوونه دی
ډیــری اوږدې لاری دی او اوږد اوږد سفـــــرونه دی

نفس مـی ښایسته عقل دوکه کــړئ په طَمَع باندی
نسته تفـــکر ژونــــدون می ټــــوله امیــــدونه دی

پیټئ دګناه می ورځ تـــربلی خدایه دروند ښکاری
ځکه په لـړزان می ستاحضــــورته اندامـــونه دی

نه استقامت سته وارخطایم زه پــــــدې خاطــــر
چی یــو پــړاو ندئ مخ ته می ډیــر پــړاوونه دی

خــدایه ښه پـــوهیږم چی قهار او غفار دواړه یې
ځکه می د ویــــری مظهــری پــــورته لاسونه دی

هیچ نظری موجود نیست: