۱۳۹۷/۰۸/۳۰

مسلمانه!!! خپل قدر اومرتبه وپیژنه!

عَنْ أَبِي مُوسَى ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِذَا كَانَ يَوْمُ الْقِيَامَةِ جِيءَ بِالْيَهُودِ وَالنَّصَارَى ، فَقِيلَ : هَذَا فِدَاؤُكَ مِنَ النَّارِ يَا مُسْلِمُ ، يَعْنِي يَدْفَعُ إِلَى كُلِّ رَجُلٍ مِنْهُمْ رَجُلاً مِنْهُمْ.[مسندالبزار 3198]
ژباړه: دابوموسی رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ چی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چی ورځ دقیامت شی ، نویهود اونصاری راوغوښتل شی ، نووویل کړه شی دغه ستا فدیه ده  د اور څخه أئ مسلمانه! یعنی  هرمسلمان ته یو کافر ورکوی چی دهغه دځایه یی ودوږخ ته ور واچوی.

توضیح: الله پاک مسلمان ته پرکافر باندی دومره فضیلت ورکړئ دئ چی په آخرت کی یی کافر دمسلمان لپاره فدیه ګرځولیده ، إمام نووی رحمه الله فرمایی: الله پاک وهرچاته په جنت اودوږخ کی ځای ټاکلئ دئ ، نوکله چی مسلمان جنت یوسی ددی په مقابل کی کافر بیا ودوږخ ته ځی ، نوداسی کیږی لکه کافر چی ددی مسلمان قربانی اوفدیه شوه[شرح سنن ابن ماجة].
نو دهرمسلمان لپاره لازمه ده چی خپل کرامت اوشرافت وپیژنی ، دځان اوکافر ترمینځ په توپیر باندی خپل سرخلاص کړی ، کافر ته په دنیا کی په درنه او لوړه سترګه و نه ګوری ، هغه دځان لپاره مشر اومشاور جوړنکړی ، دهغه سره دشرعی حدودو څخه بهر دوستی ونکړی ، دهغه سره دمسلمانانو پرضد تړون او پیمان لاسلیک نکړی، هغه دځان دښمن وبولی او په عمل کی یی هم باید ثابته کړی.

هیچ نظری موجود نیست: