۱۳۹۷/۰۸/۳۰

دایې لابله:

په دریم ځل هم ټرمپ د ملک سلمان سپکاوی وکړ
عزم: جمعه ۱۳۹۷/۷/۱۳- د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دریم ځل بیا د عربستان د پاچا ملک سلمان په اړه له سپکاوي ډکې څرګندونې  کړې دي.
وړمه ورځ (پنجشنبه) یوې ټاکنیزې کمپاین غونډې ته ټرمپ ویل چې عربستان باید امریکا ته نور ډالر هم ورکړې.
ټرمپ وایي «مونږ د یوه داسې زیات شتمن هېواد امنیت ساتو چې اجوره یې نه راکوي، او څه چې راکوي هغه ډېر کم دي.
مونږ له دغو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو.  مثلا، سعودي عربستان، آیا تاسې باور نه لرئ چې دوی پیسې لري؟ مونږ ورڅخه دفاع کوو، ساتنه یې کوو، خو دوی مونږ ته بیخي لږ پیسې راکوي.»
ټرمپ نور وایي:«ما پاچا سلمان ته، چې ملګری مې دی، وویل، په بخښنې سره، آیا ته زمونږ ځواکونو ته ډالر راکول بد ګڼې؟ آیا ته یې بد ګڼې؟ دوی مونږ ته د لګښت یواځې ۳۰٪ راکوي. ما ورته وویل آیا ته د ډالرو راکول بد ګڼې؟ هغه وویل چې له ما خو تراوسه هیچا د پیسو غوښتنه نه ده کړې.»
ټرمپ: «ما دا هم ورته وویل چې: «پاچا! زه یې درڅخه غواړم. هغه وویل آیا جدي وایې؟ ما ویل هو، بیخي جدي، باور وکړه چې جدي یم.»
لدې مخکې په لومړي ځل ټرمپ د تېر ستمبر میاشتې په ۲۹مه ویلي و چې پاچا سلمان ته یې ویلي: «کېدای شې ته خپلې الوتکې هم ونشې ساتلای، ځکه کیدای شي برید وشي. ته زمونږ له کبله نن پوره خوندي یې، خو مونږ تر اوسه د دې په مقابل کې هغه څه نه دي ترلاسه کړي چې باید ترلاسه کړي مو وای.»
په دویم ځلو ټرمپ بیا د سې شنبې په ورځ، ټاکنیزې غونډې ته ویلي و: «که د امریکا پوځ مو ونه ساتي نو دوه اونۍ به هم په واک کې پاتې  نشئ.»
http://azamm.org/?p=36951
دعزم ویب پاڼي څخه.
تنها هوښیاران او عقلمند عبرت اخیستلائ سی.

هیچ نظری موجود نیست: