۱۳۹۷/۰۸/۳۰

د کشرانو سره د محاسبی ګټی

دا یو حقیقت دئ چی دهر نظام او ټولئ د ساتنی لپاره دهغه نظام چارواکی او مشران ډیری هڅی اوکوښښونه کوی او خپل مشخص هدف ته د رسیدلو لپاره ټولی ممکنی چاری سرته رسوی او دخپلو مخودلاسته راوړلو لپاره ډیر زحمتونه او لګښتونه ګالی خو زما په نظر دغه اهدافو ته د رسیدلو لپاره یوه لویه ذریعه د مشرانو لخوا دکشرانو سره محاسبه ده یعنی دکشرانو څارنه او چی کله کشر عمدا یو کار کوی باید محاسبه ورسره وسی. چی موږ دمحاسبې لپاره لاندی فوائد اوګټی په ګوته کولائ سو:
۱ –  مشران خپل مسئولیت سرته رسوی ځکه چی ددوی دا وظیفه ده چی باید خپل کشران وڅاری ترڅو غیر شرعی اوغیرقانونی کړنی ځینی ونسی نوکله چی ورڅخه کیږی بیا دهغوی سره محاسبه ددوی مسئولیت دئ چی باید یې دوی سرته ورسوی.
۲ - د مشرانو هیبت او وقار دکشرانو په زړونو کی پاتېږی چی بالآخره ددې لامل جوړیږی چی کشران دی د مشرانو اطاعت وکړی او دمحاسبې له ویری دی هیڅوخت تخلف ته زړه ښه نکړی.
۳ -  د مشرانو عزت او آبرو دخلګو په مینځ کی خوندی پاتیږی ځکه چی هر وګړئ دمشرانو دقیق کنټرول او فعاله مدیریت ستایی، پردوی باندی یې باور ډیریږی او نور یې په زړونو کی ورسره محبوبیت پیدا کیږی.
۴ – مشران په خپل مسئولیت کی بریا او په وظیفې کی جدیت په ننداره کی ایږدی ځکه ټول یې وینی چی دوی څومره خپلو دندو ته ژمن دی او دخپلو کشرانو یې څومره ښه سرپرستی کړیده؟.
۵ – کشران اصلاح کیږی ځکه چی دمحاسبې له ویری هیڅوک غیر شرعی اوغیر قانونی کړنه سرته نه رسوی.
۶ – کشران تر مدیریت لاندی راځی ځکه چی دهر خپل سری کار دکولو په وخت کی یې محاسبه ذهن ته راځی او کولو ته یې لاس نه اوږدوی.
۷ – د ډیرو خپل سریو مخه نیول کیږی ځکه هر کشر دخپل مشرله ویری بې مشورې کار نکوی.
۸ – په اجتماع کی دفساد او هرج مرج مخه نیول کیږی ځکه کارونه په مدیریت او منظم سرته رسیږی.
۹ – مربوطه اداره او مربوطه دلګې خپل اعتبار اوحیثیت د لاسه نه ورکوی ځکه هرڅوک پوهیږی چی ددوی کارونه د یوې فعالی ادارې ترنظارت لاندی اوپه چوکاټ کی د ننه سرته رسیږی.
۱۰ – هر مرسته کوونکئ دداسی انسانانو مرستی ته ور دانګی ځکه چی پدې باندی ډاډه وی چی مرسته یې بې فایدې اوبیهوده نه ځی او کار یې عبث نه ګرځی.
۱۱ – دکشرانو څخه څوک ناوړه استفاده نسی کولائ او د دښمن په شمول هیڅوک یې په خپله ګټه نسی کارولائ.
۱۲ – صف منظم پاتیږی د دښمن په شمول هیڅ ورانکاره په صف کی نفوذ نسی کولائ.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: