۱۳۹۷/۰۸/۳۰

د ځینو لیکوالانو لویه تیروتنه:

ځینی هغه لیکوالان چی ډیر منفی لیدلورئ لری او دهری لیکنی څخه منفی ټکی راټولوی او دهر چا دشخصیت منفی اړخ ته ګوری داسی عادت لری چی د اشخاصو په اتهام کی د نورو په خبرو اویاهم په انځور باندی دلیل نیسی.
د یوچا په اړه که یوڅوک ورته یوشئ ووایې دئ دستی پرهغه باندی لیکنه کوی دخبری د صدق اوکذب په اړه تحقیق نکوی اونه هم ددې خبری دکوونکی په اړه معلومات کوی چی دا خبره ده دکوم دلیل پربنیاد باندی کړیده؟ دافواهاتو پربنیاد، دشخصی دښمنۍ پربنیاد اوکه دنورو بی بنیادو ضعیفو دلائلو پربنیاد؟.
بس چی خبره ورته رسیدلی ده دستی یې ورباندی لیکنه کړې اوخپل نظر یې ورباندی ښکاره کړئ دئ پداسی حال کی چی شرعا اوعقلا باید پرلیکنه باندی دومره تلوار ونسی.
همدا راز ځینی خلګ بیا دنورو خلګو دعکسونو اوانځورونو پربنیاد حکم کوی پرهغوی لیکنی کوی او دهغوی پسې خبری کوی پداسی حال کی چی عکس اوانځور هیڅوخت دیو کار دثبوت لپاره شرعی دلیل نسی جوړیدلائ.
ځکه چی دعکس نیول ډیر احتمالات لری:
• شاید عکس فوټوشاپ سوئ وی.
• دعکس څخه تعبیر مجهول دئ.
• دعکس دصحنې څخه تعبیر نامعلوم دئ.
• دعکس نیولو څخه هدف معلوم ندئ.
• دعکس تاریخ موثق ندئ.
نوبناء دیوچا انځور اوعکس هیڅوخت پرهغه باندی دیوحکم دکولو لپاره دلیل نسی جوړیدلائ او نه هم دعکس له مخی یوڅوک په یوشی باندی متهم کیدلائ سی.

هیچ نظری موجود نیست: