۱۳۹۸/۰۴/۱۴

د عيدګاه لنډ انځور:

مخکي اعلان سوئ وو چي لمونځ به پر 07:30 بجو باندي کيږي نوځکه مو وختي پر 06:30 بجو باندي ځان عيدګاه ته ورسوئ.
عيدګاه ته پر تلونکي سړک هره خواته عسکر ولاړ وه ځيني خلګ به يې پريښوول چي په موټر کي ځان عيدګاه ته نيژدې کړي او ځيني به يې نه پريښوول داسي معلوميدل چي د اختر په ورځ کي هم واسطه بازي کيدله.
د عيدګاه پر شاوخوا او په ټولو دروازو کي دولتي عساکر د امنيت په هدف ولاړوه، په دروازو کي مؤظفو کسانو به ځيني خلګ تلاشي کول او ځيني به يې نه تلاشي کول جالبه خبره داوه چي داسي تازه نفسه عسکر راغلي وه چي مشهور علماء کرام به يې تر بل هرچا ښه ډبل تلاشي کول له همدې امله يې حاجي خطيب صاحب مولوي عبدالمنان غبرګون ته اړکړ او پر دې کار باندي يې ددعاء وروسته نيوکه وکړه.
په عيدګاه کي د ننه انتظاماتو ډير ښه ترتيب جوړ کړئ وو لوډسپيکران ښه فعاله وه د صفونو لپاره سپيني کرښي ښه کش سوي وې خو متأسفانه چي د لومړي او دويم صف ترمخه په څلورم او پنځم صف کي ډير خلګ ناست وه.
د څلورم صف مخ ته تيريدم غوښتل مي ځان لومړيو صفونو ته ورسوم، په صف کي ناست سپينږيري راته ناري کړه مولوي صاحب! مخ ته مځه مخ خطر لري.
د بل ځوان څخه مي پوښتنه وکړه چي ولي مخ ته نه کښينې؟ وايي: مخ ته خطر دئ. وايم: په تا خو څوک کار نلري. وايي: په ماخو کار نلري خو په عسکرو کارلري زه يې هم په ترڅ کي ځم. وايم: غوښتنه دي څشئ دئ؟ وايي: کاشکي چي عسکر عيدګاه ته نوای راغلي.
مخ ته تير سوم دخلګو سره په دويم صف کي کښيناستلم د ويناوالو په سلسله مولوي فضل الرحمن فياضي صاحب ته بلنه ورکړل سوه د اسلام پر شموليت او اسلامي شعائرو پر اهميت باندي يې ښه لنډه وينا وکړه، د وينا په آخره کي يې قومي تعصب هم په کلکو ټکو وغندئ او هغه يې د مسلمان د شانه څخه ليري وبلئ.
وروسته د فراه والي محمدشعيب ثابت صاحب ته بلنه ورکړل سوه نومړي ډيري لنډي خبري وکړې د اختر د مبارکۍ وروسته يې څه نوري خبره هم وکړې.
په آخره کي حاجي خطيب صاحب عبدالمنان ته بلنه ورکړل سوه نومړئ د يتيمانو پر حقوقو باندي وږغيدئ خلګ يې د يتيمانو سره مرستي کولو ته وهڅول او د وينا په آخره کي يې ځيني مهمي توصيي هم خلګوته وکړې.
ويناوي خلاصي سوې د لمانځه لپاره ولاړسو، خلګ پر لمانځه ودريدل، په عيدګاه کي پر حاضرو خلګو چي په دروازو کي تلاشي سوي هم وه د چارواکو د باور د نه درلودلو له امله د چارواکو محافظين عساکر د عيدګاه پرتختکي باندي چي خطيب، ځيني علماء، والي صاحب او نور چارواکي ولاړوه، سره را حلقه سوه ګوته پر ماشه ولاړ وه او ټول طرفونه یې په پوره توګه څارل.
بغل ته مي ناست وړوکئ زوۍ وايي: بابا! دا عسکرنو ولي لمونځ نکوي؟ جواب مي ور نکړ. بيا وايي: هغه چي د باندي ولاړدي هغوۍ هم لمونځ نکوي؟ ما ويل: نه يم خبر ماشوم په همدغه یوه جواب باندي بسنه وکړه نوري پوښتني یې ونکړې.
د مراسمو د خلاصيدلو وروسته د عيدګاه څخه ددې فکر سره را ووتلم: ښه دئ چي په ويره باندي لمونځ مطلقا نه فاسديږي کنه نو نن به د ډيرو خلګو لمونځونه فاسد سويوای.

یا الله! زموږ په هیواد کي هر اړخیزه او اسلامي سوله راولې چي هر عبادت په خوند، لذت او آرامۍ باندی وکړو.

هیچ نظری موجود نیست: