۱۳۹۸/۰۴/۱۴

د سالم او فاسد نظامونو ځیني توپیرونه:

۱ ـ سالم نظام ولس مړوي ځان وږئ کوي خو فاسد نظام ځان مړوي ولس وږئ کوي.
۲ ـ سالم نظام په خپل فوج او مأمورینو ولس ساتي خو فاسد نظام په ولس باندي خپل فوج او مأمورین ساتي.
۳ ـ سالم نظام د ولس لپاره واکمن وي خو فاسد نظام پر ولس باندي واکمن وي.
۴ ـ سالم نظام شخصیتونه زیږوي خو فاسد نظام شخصیتونه وژني.
۵ ـ سالم نظام ته واک او چوکې نده مهمه بلکي خپلواکي، عزت او آبرو ورته مهم دي خو فاسد نظام ته واک او چوکې مهمه وي خپلواکي او عزت ورته هیڅ قیمت نلري.
۶ ـ په سالم نظام کي تعلیم او تربیه دواړه وي خو په فاسد کي یا دواړه نسته او یاهم یو څه تعلیم وي خو تربیه پکښې نسته.
۷ ـ د سالم نظام ګټه هر چاته رسیږي خو د فاسد نظام ګټه د ګوتو په شمیر خلګو ته رسیږي.
۸ ـ سالم نظام قصدا هیچا ته تاوان نه رسوي خو فاسد نظام بیا هیچا ته قصدا ګټه نه رسوي.
۹ ـ په سالم نظام کي عدالت وده کوي خو په فاسد نظام کي خیانت وده کوي.
۱۰ ـ په سالم نظام کي د مجرم سره محاسبه کیږي خو په فاسد نظام کي د بې ګناه سره محاسبه کیږي.
۱۱ ـ په سالم نظام کي به زندانونه خالي وي ځکه مجرمین نسته چي بندیان یې کړي خو په فاسد نظام کي به زندانونه د بې ګناه انسانانو څخه ډک وي.
۱۲ ـ په سالم نظام کي به مجرم ته مجازات ورکول کیږي خو په فاسد نظام کي به مجرم ته جرئت ورکول کیږي او تقدیر به یې کیږي.
۱۳ ـ په سالم نظام کي به ښه خلګ هڅکه غاړه ګرځي او مجرمین به شرمیږي خو په فاسد نظام کي به مجرمین هڅکه غاړه ګرځي او ښه خلګ به ځان نسي ښکاره کولای.
۱۴ ـ په سالم نظام کي به قانون پر خلګو حاکم وي خو په فاسد نظام کي به خلګ پر قانون حاکم وي.
۱۵ ـ په سالم نظام کي به ضرورتونه پورته کیږي خو په فاسد نظام کي به ضرورتونه پیدا کیږي.
۱۶ ـ په سالم نظام کي به پوره انسانیت مطرح وي خو په فاسد نظام کي به نفسي حیوانیت مطرح وي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: