۱۳۹۸/۰۴/۱۴

په حقاني علماو پسې څوک خبري کوي؟

دا معلومه خبره ده چي حقاني علماء د انبياو وارثان دي نو لکه د انبياو په وړاندي چي مشرکينو او منافقينو خنډونه جوړول، هغوۍ يې په ګڼو ناوړه نومونو باندي يادول، هغوۍ ته يې بد نسبتونه کول او د هغوۍ د هر ښه کار مخه يې نيول د حقاني علماو په وړاندي به هم داسي خلګ پيدا کيږي چي ددوۍ ددعوت مخي ته خنډونه جوړ کړي، ددوۍ نيک کارونه بد وګڼي او د اسلام لپاره ددوۍ د خدمت د درولو هڅه دي وکړي.
خو دا چي زموږ په زمانه کي کوم خلګ د حقاني علماو پسې خبري کوي پدې اړه به يو څو تجربې او د سترګو ليدلي حالات درسره شريک کړم.

1 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي د عقيدې مشکل لري د حقاني علماو حق کارونه، جهاد او دعوتي فعاليتونه باطل ګڼي لکه د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي چي ځينو مشرکينو د جهالت او ناپوهۍ له وجهي د هغه مخالفت کوئ او د هر مخالف په لمسون يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم پسې خبري کولې.

2 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي متعصب وي د حقاني علماو سره د علم، مرتبې، او مادياتو پرسر حسد اوکينه کوي، دا يې زړه غواړي چي ټول کمالات بايد تنها دده سره وي کله چي د نورو علماو سره داسي کمالات ويني نو د ډير بخالت له وجهي د هغوۍ څخه بد وړي او خبري پسې کوي لکه ابوجهل چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پدې خاطر بد وړه چي دئ ولي زما په پلارۍ کي ندئ پيدا سوئ ولي په بني هاشم کي پيدا سوئ دئ او لکه يهودو چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره پدې خاطر مخالفت کوئ چي ولي دئ په عربو کي پيدا سوئ دئ بايد په يهودو کي پيدا سوئ وای او بدي خبري يې ورپسې کولې.

3 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي د خرافاتو او بدعاتو شوقيان وي لکه په محدثينو پسې چي د موضوعي احاديثو وضاعينو خبري کولې ځکه محدثينو خو صحيح احاديث خلګو ته رسول خو درواغجنو وضاعينو بيا د ځانه څخه خبري جوړولې، د هغو نسبت به يې و رسول الله صلي الله عليه وسلم ته کوئ او د احاديثو په نامه يې په خلګو کي خپرولې لکه امام احمد بن حنبل رحمه الله ته چي يوه ورځ يوه وضاع پدې خاطر ډيري سپکي سپوري وکړې چي ته ولي زما خبري ردوې او صحيح احاديث يې نه بولې.

4 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي خپله دوۍ خو دين ته خدمت نسي کولای د حقاني علماو لخوا يې خدمت کول هم نه خوښيږي لکه امام نسائي رحمه الله چي دده په وخت کي د ځينو متعصبينو او ناپوهو کسانو په لمسون محکمې ته پدې پلمه راکش کړل سو چي ولي يې د سيرت په موضوع کي په خپل ليکل سوي کتاب کي د امير معاويه رضي الله عنه مناقب ندي ذکر کړي؟ سره ددې چي دوۍ ناځوانانو هم د هغه په مناقبو هيڅ شئ نوه ليکلي.

5 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي کلونه کلونه يې پر خلګو باندي باطل حاکميت کړئ وي، خلګو ته يې داسي ذهنيت ورکړئ وي چي عالم ستا د کور محرم هم دئ او ستا وارث هم دئ، چي هرشئ درڅخه غواړي ته به يې ورکوې، نذرونه، خيراتونه، کفارې، فديې او د جمعې د شپې غړي به ټوله عالم ته ورکوې. لکه د يهودو او نصاراوو علماو چي پرخلګو داسي حاکميت کړئ وو د ځانه څخه يې ورته حرام او حلال ټاکل، تورات او انجيل به يې په خپله ګټه ورته تفسيرول، کله چي رسول الله صلي الله عليه وسم راغئ دوۍ پدې باندي پوه سوه که خلګ پر رسول الله صلي الله عليه وسلم باندي ايمان راوړي نو زموږ رول به په خلګو کي کم سي بيا به خلګ هيڅ شئ موږ ته نه راکوي نو ځکه يې خپله هم د هغه مخالفت وکړ او خلګ يې هم د هغه مخالفت ته را پورته کول.
زموږ په زمانه کي هم حقاني علماء غواړي خلګ پر مستقيم مسيرباندي روان کړي د انسانانو د مرييتوب او دروږ څخه يې خلاص کړي او د يوه الله عبادت، رسول الله صلي الله عليه وسلم متابعت او د تيرو ائمه وو لکه امام ابوحنيفه رحمه الله پيروۍ ته يې را وبولي تر څو ريښتيني مسلمانان او مذهبيان ورڅخه جوړ سي نو ځکه يې اهل باطل مخالفت کوي او خبري پسې کوي، دا ځکه چي اهل باطل د خلګو د اصلاح څخه داسي ويريږي لکه د يهودو او نصاراوو علماء چي د خلګو د اسلام څخه ويريدل او تل يې د خلګو د اسلام راوړلو مخه نيول، دوۍ هم د خلګو د اصلاح او سميدلو مخه نيسي ځکه دوۍ پوهيږي که خلګ سم سي بيا نو زموږ باطل حاکميت پر خلګو باندي نه چليږي او خلګ موږ ته خيراتونه، نذرونه او پاکټونه نه راکوي چي ددوۍ په فکر د خلګو د اصلاح د مخنيوي لپاره يواځنۍ مؤثره لار همدغه د حقاني علماو متهم کول او بدنامه کول دي.

6 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي تر دين او مذهب يې سيمه ايز او پلرني عنعنات خوښيږي ددې پرځاي چي اسلام او مذهب پر ځان عملي کړي د پلار او نيکه ګانو رواجونو ته ډير پابند وي آن تردې چي د خپلو پخوانيو خلګو کارونو ته کڅه هم باطل وي ددين په سترګه ګوري، دين او مذهب يې د خپلو عنعناتو تابع ګرځولئ وي نو ځکه په هر هغه چا پسې خبري کوي چي هغه خلګو ته اصلي دين او اصلي مذهب ور زده کوي.
ددغو خلګو مثال د هغه خلګو دئ چي د پيغمبرانو مخالفت يې لدې امله کوئ چي تاسو ولي زموږ د پلارونو او نيکه ګانو د تګلاري څخه خلاف خبري کوئ؟ او تل به يې دا ويل چي موږ ته هماغه څه بس دي کوم چي زموږ پلارونو موږ ته په ميراث باندي پرې ايښي دي او موږ پر هغه څه باندي باور لرو کوم چي زموږ پلارونو باور ورباندي درلودئ، کڅه هم ددوۍ پلارونه پر غلطه او ناروا باندي وای.
زموږ د زمانې دغه منحرف خلګ هم دغسي طبيعت لري ځان مسلمان بولي خو دده او دده د پلار د طبيعت خلاف خبره ګرسره نه مني کڅه هم په قرآن او حديث باندي ثابتوي، ځان حنفي مذهب بولي خو د خپل طبيعت خلاف خبره نه مني کڅه هم د مذهب پر لسو کتابو باندي سمه حواله ورکړې، بس دده مذهب خرافات او هزليات وي که يې څوک ورسره مني دئ ورڅخه خوشاله دئ او که يې ورسره نه مني بيا خو نو دئ د خپلي سورنا خوله خلاصوي او پرهغه باندي ټاپې لګوي.

7 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي د کفر او باطل په وړاندي يې د علماو مبارزه نه خوښيږي ځکه نو پرهغه علماو باندي تهمت وايي کوم چي عملا د جهاد، دعوت، تعليم او سالمي تزکيې په ډګر کي ځليدلي وي او دا کار دوۍ ددې لپاره کوي چي د حقاني علماو د بدنامولو ترڅنګ د کفر او باطل په مقابل کي مبارزه ټکنې کړي او د مسلمانانو ترمينځ اختلافات ددې لپاره پيدا کوي چي مسلمانان په خپلو مينځونو کي سره اخته سي د کفر اوباطل مبارزې ته خلاص نسي لکه د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي چي د مدينې منافقينو همداسي کول او لکه د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په وروستيو کي چي عبدالله بن سبأ يهودي او دده ملګرو د حضرت عثمان رضي الله عنه او ډيرو نورو صحابه وو پسې خبري کولې او د مسلمانانو په مينځ کي يې د نفاق او درځ تخم پاشئ چي تر ډيره بريده خپلي موخي ته هم ورسيدل ځکه ډيرئ ساده مسلمانان يې خطا ايستل او د حضرت عثمان رضي الله عنه په مقابل کي يې را پورته کړه، هغه يې شهيد کړ او د مسلمانانو ترمينځ يې ډيري خطرناکي جګړې را مينځ ته کړې.

8 – په حقاني علماو پسې هغه خلګ خبري کوي چي شعوري او يا غيرشعوري د کفارو لپاره په خدمت باندي بوخت وي ځکه د اسلام پر ضد ددوۍ هره کړنه د کفارو په ګټه تماميږي، له همدې امله دوۍ پداسي شيانو باندي د مسلمانانو اخته کيدل غواړي چي د هغه حد اکثر حثيت ثبوت في المذهب وي او ياهم په ډيرو تکلفاتو سره يې ځينو په استحباب باندي قول کړئ وي خو دوۍ داسي ورباندي ټينګ وي لکه فرض او واجب، چي دا خپله په اسلام باندی ددوۍ سر خلاصیدل تر پوښتني لاندي راولي ځکه په اسلام کي د مسائلو د مراتبو څخه حکمت همدغه دئ چي هرڅوک وکولای سي په اسلام باندي عمل وکړي، کوم خلګ چي د فضايلو او نوافلو توان ولري هغوۍ خپله مرتبه ورباندي لوړه کړي او کوم خلګ چي تنها د فرايضو او سنتونو کولو ته رسيږي هغوۍ خپل ايماني مکلفيت سرته ورسوي، خو دوۍ دومره د شرعي حکمتونو څخه ناخبره وي چي د ځانه څخه اسلام او مذهب ته شعاير پيدا کوي داسي شيان چي زر کاله مخکي بيخي مسلمانانو نه پيژندل او نه هم په کوم شرعي دليل باندي ثابت دي دوۍ يې د اسلام برخه بولي چي دا خپله پر اسلام باندي اعتراض دئ او د اسلام کمال تر پوښتني لاندي راوړلي، همدا راز حنفي پاک مذهب ته يې داسي شيان داخل کړيوي چي يو وخت صاحب المذهب امام ابوحنيفه او دده يارانو رحمهم الله د هغه په وړاندي مقابله کول خو دوۍ ناځوانان دېته نګوري چي آيا دغه شئ په مذهب کي ثبوت لري او که يې نلري؟ بس که يو چا دوه سوه کاله مخکي په يوې رسالې کي ليکلي وه او هغه سړئ حنفي مذهب ته منسوب وو دوۍ هغه خبره د حنفي مذهب په نماينده ګۍ باندي بيانوي سره ددې چي د امام صاحب، يارانو او مجتهدينو څخه د هغه په اړه هیڅ هم په صحیح نقل نوي ثابت.

د را رواني مقالې موضوع به هم إن شاء الله دېته ورته وي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: