۱۳۹۸/۰۴/۱۴

په قدرت دوکه سوي:

ځیني خلګ چي کله قدرت او چوکۍ تر لاسه کړي لاندي اشتباهات ورڅخه کیږي.
۱ ـ ځان ورته غټ معلومیږي نو ځکه د خپلو ځینو دوستانو او ځینو نورو خلګو سره چي دده په فکر په رتبه کي کوچني دي رابطه پرې کړي.
۲ ـ هر څوک ځان ته محتاج بولي خو ځان هیچا ته محتاج نه ګڼي نو ځکه د ډیرو خلګو څخه دا غوښتنه لري چي باید دده څخه ورسي، دئ د هغو څخه نه ورځي.
۳ ـ تکبر ورڅخه کیږي نو ځکه د ډیرو خلګو ټلفن، پیغام او دعوت ته جواب نه ورکوي.
۴ ـ په خپلي ادارې یا سر نه ګرځوي اویاهم په هر شي کي خپل فکر چلوي نو ځکه یې په اداره کي اصلاحات نه راځي او د ښو ملګرو زړه لاسته نسي راوړلای.
۵ ـ ځیني ادبیات او نزاکتونه تر پښو لاندي کوي نو ځکه ډیرئ وختونه مخور خلګ لکه علماء او سپین ږیري خوابدي رخصتوي.
۶ ـ الله پاک او خپله بنده ګي هیر کړي نو ځکه لمونځونو او عباداتو ته پوره پاملرنه نکوي.
۷ ـ پر الله پاک باندي توکل هیر کړي او وظیفه په پټو سترګو قبلوي نو ځکه پر ځان باندي اوسپنیز او ډبریز دیوالونه را تاوکړي.
۹ ـ خپل ځان تر بل هر چا ورته ډیر مهم وي نوځکه د ځان ساتني لپاره ګڼ شمیر انسان په مرګ ورکوي خو خپله میدان ته نه وځي.
۱۰ ـ په صلاحیتونو او مسئولیتونو باندي سر نه خلاصوي نو ځکه خپله ډیر معاش اخلي خو کار لږ کوي او خپلو ملګرو ته معاش لږ ورکوي خو کار ډیر ورڅخه غواړي.
۱۱ ـ خپل ژوند او روزي پر وظیفې باندي موقوف ګڼي نو ځکه د وظیفې د لیري کیدلو له ویري تر ځان  د لوړ مشر ډیره غوړه مالي کوي او هر څه ته لاس اچوي.
نور بیا.......

هیچ نظری موجود نیست: