۱۳۹۸/۰۴/۱۴

د اسلام څلور مهمي برخی:

اسلام د کړنلاري او عملي اجراء له مخي څلور مهمي برخي لري:
1 – قتال في سبيل الله. چي زموږ خلګ يې جهاد بولي.
2 – دعوت. چي د امربالمعروف او نهي عن المنکر په ګڼو طريقو سره کيږي.
3 – تعليم او تعلم. چي د ګڼو نصابونو له لاري او ګڼو اشخاصو په ذريعه سرته رسيږي.
4 – تزکيه. چي د مشهورو عباداتو ترڅنګ د سلف صالحينو لخوا ورته ګڼ شمير طريقې او لاري په نښه سويدي چي د تصوف په نامه يې شهرت موندلئ.
دا څلور واړه برخي د هرمسلمان دندي دي البته د وخت او شرايطو په لحاظ ځيني وختونه بعضي يې تر بعضو نورو اولويت او لومړيتوب پيدا کوي چي هماغه وخت بايد په نظر کي ونيول سي.
په اسلام کي ددې څلورو برخو په اړه داسي تقسيم نسته چي يو مسلمان دي يوه برخه کوي هغه بله دي بيا نکوي.
البته د مهارت او ظرفيت پر اساس د اولويت په نظر کي نيولو سره هرمسلمان کولای سي په يوې برخي کي ډير خدمت وکړي خو په نورو برخو کي به هم د خپل توان په اندازه کار کوي داسي به نکوي چي په يوه برخه کي کار پيل کړي د نورو برخو څخه يا منکر سي او ياهم د نورو برخو پر کوونکو او لارويانو باندي بدوايي چي دا بيا نيمګړې مسلماني ده.
ددين دښمنان تل ددې هڅه کوي چي د مسلمانانو تر مينځ داسي اختلافات پيدا کړي چي د پورته څلورو برخو څخه د هري برخي لارويان دي ځانونه مستقل او بيل مسلمانان وبولي د نورو برخو څخه دي انکار وکړي او پر لارويانو باندي دي بد ووايي.
مثلا د مجاهدينو، علماؤ، داعيانو او صوفيانو تر مينځ دي داسي اختلافات پيدا کړي چي د هري ډلي خدمت دي تنها دده تر مسلک پوري منحصر سي، پر يوبل دي بد ووايي، ځان دي د يوبل مقابل وبولي او هره برخه دي ځان ته بيل او متمايز کسان ولري  چي له بده مرغه ځيني ساده او بې فکره مسلمانان دداسي دسيسو ښکار سوي هم دي.
پداسي حال کي چي داسي فکر کول ډير غلط او بې شرعي لاسونده دئ ځکه همزمان يونفر د څلورو واړو لاروئ کيدلای سي چي همدي مجاهد وسي، همدي عالم وسي، همدي ددين داعي وسي او همدي صوفي وسي.
پدې هيله چي زموږ مسلمانان وړونه خپل فکرونه پيراخ کړي ددين د هري برخي خدمت کوونکئ د نورو برخو د خدمت کوونکو سره مرسته وکړي، دهغوۍ کار ته هم ددين د خدمت په سترګه وګوري او په همږغۍ باندي ټول کارونه پر مخ باندي يوسي.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: