۱۳۹۸/۰۴/۱۴

موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

ځیني هغه خلګ چي ځانونه د امام ابو حنیفه رحمه الله په مذهب بولي کله چي د هغه د عمل په اړه یو شئ ورته ووایې. وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
مثلا:
۱ ـ امام ابوحنیفه رحمه الله د چا سره پر فرعي اختلافي مسائلو جنګ کړئ وو؟
په ډیرو مسائلو کي دده خپل شاګردانو دده په ژوند کي  دده سره مخالفت درلودئ خو هیڅ کله یې جنګ ندئ سره کړئ. خو ته چي ځان د هغه مذهبي بولې ولي د هرچا سره پر مباحاتو او مستحباتو جنګ کوې؟ وایې ته هغوۍ وګوره او موږ وګوره!

۲ ـ که ورته ووایې امام صاحب څنګه او څومره ډیر عبادت کوئ؟  خوته په هرشي کي ولي داسي حیلې جوړوې د خلګو او قوم د مراعات په پلمه دي ټول لمونځونه کامپیوټري کړيدي؟ ولي؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۳ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب څومره ددنیا په راټولولو او خوړلو کي احتیاط کوئ خوته ولي داسي بې باکه یې پدې پلمه چي اهل علم او پوه یې د هیڅ شي د خوړلو څخه مخ نه اړوې؟ وایي: امام صاحب وګوره او موږ وګوره!

۴ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب څومره د خلګو او علماؤ سره نیکه معامله کول یو وخت یې یو شاګرد ورته وویل: ائ امامه خلګ په تا پسې خبري کوي! دئ ورته وایي: عواموته خو مي مطلقا بخښه کړې او د علماؤ حساب مي الله ته سپارلئ. خو ته پر پزه باندي مچ نه پریږدې که چا نیوکه درباندي وکړه ته دستي جنګ ورسره کوې دا ولي؟ وايي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۵ ـ که ورته ووایې امام صاحب په ډیرو مسائلو کي توقف کړئ دئ او ویلې دي چي نه پوهیږم لکه مسئله ددهر. خو تاته ولي ځان جامع الکمالات ښکاري هري مسئلې ته جواب ورکول خپله دنده بولې او د ځان په نه پوهیدلو باندي اقرار نکوې؟ وایي موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۶ ـ که ورته ووایې امام صاحب سره ددې چي مجتهد هم وو خو بیاهم دډیرو مسئلو څخه یې رجوع کړېده. ته ولي داسي یې چي خبره دي تر خولې وتلې نوي بیا دلائل ورباندي وایې ځان په نظر معصوم درځي او خپله اشتباه نه منې او چي سر دي پکښې ولاړ هم سي خو رجوع نکوې بلکي ځان ته یې پیغور بولې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۷ ـ که ورته ووایې امام صاحب د ډیرو علماؤ سره لکه امام مالک، امام ابن ابي لیلا، امام اوزاعي، امام باقر او داسي نور رحمهم الله بحثونه کړیدي خو دهیچا سره یې جنګ ندئ کړئ او نه یې خوا ورڅخه بده کړېده. خو ته ولي داسي حسود اوحقود یې چي د چا سره دي بحث سوئ وي په کلونو کلونو ورڅخه خوابدئ یې او هغه ته ډیر بد وایې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۸ ـ که ورته ووایې د امام صاحب سره د آیت او حدیث څخه په استنباط کي دده معاصرو علماؤ اختلاف کړئ دئ خو امام صاحب هغوۍ ګمراهان ندي بللي نه یې کومه ټاپه پر لګولې او نه یې هم بد نسبت ورته کړئ دئ خو ته ولي داسي یې چي ستاسره څوک د ۶۰۰ کاله مخکي علماؤ د کتابونو څخه په استنباط کي مخالفت وکړي ته ورته بدبد نسبتونه کوې، ګمراهان یې بولې او ټاپې ورباندي لګوې؟ وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

۹ ـ که ورته ووایې چي امام صاحب سره ددې چي مجتهد هم وو خو خپل نظر یې پر هیچا نه تپئ او هیڅوک یې د خپل نظر په منلو باندي مکلف او متحمل نه ګڼل. خو ستا ولي داسي فکر دئ چي هر څوک باید زما خبره ومني کنه نو هغه فاسق، فاجر، بدعتي او یا بله بلا دئ؟  وایي: موږ وګوره او امام صاحب وګوره!

زه هم وایم چي موږ وګوره او امام صاحب وګوره! خو په بل جهت او هغه دا چي که امام صاحب را ژوندئ سي د ډیرو هغو انسانانو څخه به خپله بیزاري اعلان کړي چي ځانونه د هغه په مذهب بولي.
موږ وګوره او امام صاحب وګوره!
إن أريد إلا الإصلاح ما استطعت وما توفيقي إلا بالله عليه توكلت وإليه أنيب.
مولوی نورالحق مظهری

هیچ نظری موجود نیست: