۱۳۹۸/۰۴/۱۴

تسلیت او غمرازي:

د مصر د مسلمان ولس مشر محمد مرسي مظلومانه مړیني ډیر خواشینئ کړم الله پاک دي  جنت الفردوس ورکړي.
د مصر په ۶۰ کلني تاریخ کي محمدمرسي مرحوم یواځنئ مسلمانان مبارز وو چي د مروجه ټولټاکنو په مټ یې ولس مشري وګټله خو  فحاشو او عیاشو بې دینه  سیکولرانو ونه زغمئ ځکه یې د یهودو په لارښوونه د ظالم او وحشي صفته انسان فتاح سیسي په مشرتوب کودتاه ورباندي وکړه، دده حکومت یې نسکور کړ، د مسلمانانو او اخوان المسلمین ګوند د لسیزو هیلي یې د خاورو سره خاوري کړې او د مرسي په شمول یې ډیرئ مسلمانان په ډیر وحشت سره د تورو زندانونو دتمبو شاته وغورځول چي ډیرئ نور یې هم په شهادت رسیدلي دي چي دادئ اوس مرسي صاحب هم په شهادت ورسیدئ.
د نوموړی وژل کیدل په کلکو ټکو باندي غندو، کورنۍ او طرفدارانو ته یې د شهادت د مبارکۍ تر څنګ د خپلي غمرازۍ او تسلیت مراتب وړاندی کوو.
الله پاک دي د شهیدانو د وینو څخه داسي انقلابي څپه جوړه کړي چي د سیسی په شمول تول بې دینه او خائنان غرق کړي او د مسلمانانو د خوښي نظام په مصر کي قایم سي.

هیچ نظری موجود نیست: