۱۴۰۴/۰۵/۰۴

قدرمنو ځوانانو ته:

قدرمنو ځوانانو! د انټرنټ او غټو ټليفونانو څخه استفاده وکړئ خو د ځان لپاره يې مصروفيت او دنده مه جوړوئ؛ په دې معنی سره چې په علمي او معلوماتي ډګر کې ګټه ورڅخه پورته کړئ، د خپل ټليفون څخه کتابتون جوړ کړئ او په ليکلو او مثبتو روابطو کې استفاده ورڅخه وکړئ خو د ځان لپاره يې دنده او سرګرمي مه جوړوئ ځکه چې په بې ځايه مصروفيت دـدې تر څنګ چې د انسان قيمتي وخت تېريږي او ګناهکاره کيږي د ژوند په ګڼو برخو کې انسان ډېر فرصتونه له لاسه ورکوي او علمي استعداد يې ورسره ټيټ کيږي.

د انسان پر مغز او اخلاقو د غټو ټليفونانو او انټرنټ منفي اغيزي په تحقيق او تجربه ثابتي سوي دي ځکه نو ډېر احتياط ورسره وکړئ او ځانونه ورسره مه روږدي کوئ.

ټليفون او انټرنټ هم د نورو اسبابو غوندي سببونه دي چې هم ښه استفاده ورڅخه کېدلای سي او هم بده استفاده نو که موږ په منظم ډول مرتبه ښه استفاده ورڅخه وکړو يقينا چې د ګناه څخه به مو ځانونه ساتلي وي او ممکن په ځينو ځايونو کې الله تعالی ثواب هم راته راکړي او که مو بده استفاده ورڅخه وکړه بيا نو يقينا چې ګناه مو کړې او الله تعالی به حساب راسره کوي.

په ټليفون او انټرنټ باندې د ښې او مباحي استفادې ځيني بېلګې:
۱ – په ټليفون کې کتابونه او کتابتونونه ذخيره کول او استفاده ورڅخه کول.

۲ – په ټليفون باندې اسلامي مقالې او مطالب ليکل او د نورو مسلمانانو سره د اصلاح په نيت شريکول.

۳ – په ټيلفون باندې علمي او اصلاحي مجالس او ويناوي ريکارډول او د نورو مسلمانانو سره يې شريکول.

۴ – په ټليفون باندې د خپلوانو، ملګرو او دوستانو سره مثبتي او ښې اړيکي نيول.

۵ – په انټرنټ کې د اسلامي نشراتو لپاره ويب پاڼي، پاڼي، ګروپونه او چينلونه جوړول او مسلمانانو ته پکې عقيدوي، فکري، عملي، اخلاقي او سياسي مثبت معلومات د اصلاح او سمون په نيت خپرول.

۶ – په انټرنټ کې علمي او معلوماتي لټون او د ښو کتابونو، مقالو او معلوماتو راټولول.

۷ – د انټرنټ له لاري د ږغ، ليکلو او ويډيو په بڼه درسونه ورکول يا درسونه لوستل.

۸ – د انټرنټ له لاري په علمي، معلوماتي او ښوونيزو ورکشاپونو او سيمينارونو کې ګډون کول.

۹ – د انټرنټ له لاري د اړتيا سره سم د ورځنيو سيمه ايزو يا نړيوالو خبرونو اورېدل او تعقيبول.

۱۰ – د انټرنټ له لاري خپل حلال تجارت ته مارکيټينګ يا بازار موندنه.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: