وخت په عبثو کارونو کې تېرول:
د ځوانانو د انحراف دويمه بېلګه دا ده چې نن ډېری ځوانان خپل ارزښتناکه وخت په بېهوده او بې فايدې کارونو کې تېروي لکه عبث مجلسونه او بانډارونه، په ټلفون او کامپيوټر کې ګيمونه او د انټرنټ او ټولنيزو شبکو څخه ناوړه او يا عبثه استفاده کول په داسي حال کې چې وخت د انسان عمر دی په تېرولو کې يې بايد ډېر دقت وکړي او د وخت هره شيبه د ځان لپاره د الله پاک لخوا ځانګړی رحمت او غنيمت وبولي. په حديث کې راځي: د قيامت په ورځ هيڅ انسان تر هغه وخت پوري حرکت نه سي کولای تر څو چې الله پاک د پنځو شيانو پوښتنه ورڅخه ونکړي چې يو سوال د انسان د عمر په اړه کيږي چې په دنيا کې يې څنګه تېرکړی؟ او بل سوال د انسان د ځوانۍ په اړه کيږي چې په دنيا کې يې په څه شي کې مصرف کړې؟.
عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تَزُولُ قَدَمَا ابْنِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ عِنْدِ رَبِّهِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ خَمْسٍ عَنْ عُمْرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ وَعَنْ شَبَابِهِ فِيمَا أَبْلاَهُ وَمَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ وَمَاذَا عَمِلَ فِيمَا عَلِمَ.[سنن ترمذي 2601]
ژباړه: عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د بني آدم پښې د قيامت په ورځ د خپل ځای څخه نه ښوري تر څو چې د پنځو شيانو پوښتنه ورڅخه و نه سي: د عمر پوښتنه چې په څه شي کې يې تېر کړی، د ځوانۍ پوښتنه چې په څه شي کې يې مصرف کړې، د مال پوښتنه چې د کوم ځای څخه يې لاسته راوړی او په څشي کې يې لګولی، او په خپل علم يې کوم عمل کړی. نو زموږ ځوانان باید د خپل وخت تېرولو ته ډېر متوجه وسي او په هیڅ بې فایدې کارونو کې یې تېر نکړي.
د دې لپاره چي پر ځوانانو وخت عبث او بې فايدې تېر نه سي لومړی بايد د فرائضو، واجباتو او سنتونو سر ته رسولو ته پوره پاملرنه وکړي، هر عمل په خپله مرتبه او وخت باندي سر ته ورسوي بيا د خپلي کورنۍ او خپلوانو د حقوقو آداء کولو ته ژمن وسي او د ميرمني، خاوند، اولادونو، والدينو او نورو قريبانو چې کوم حقوق ورباندې وي هغه په پوره توګه آداء کړي.
همداسي ځان په تعليم او تعلم باندې مصروف وساتي کوم شيان چې الله پاک دوی ته ور زده کړيوي تر نورو پوري يې ورسوي او کوم شيان چې الله پاک نورو ته ورکړيوي د هغوی څخه يې زده کړي تر څو ځان هم وژغوري او نورو ته هم د ژغورلو لارښوونه وکړي.
کوم کارونه چي الله پاک د انسان د مرتبې د لوړولو لپاره د فضائلو، آدابو او مستحباتو په صفت مشروع کړيوي د فراغت په وخت کې هغو ته هم پاملرنه وکړي لکه نفلي لمونځونه او روژې، د قرآن تلاوت، نفلي صدقات، د علم او مذاکرې مجالسو ته ورتلل، د نورو مسلمانانو سره د ژوند په چارو کې مرسته کول او داسي نور....
او زموږ په زمانه کې تر ټولو ډېر مهم کار دا دی چې د دين او تقوی لپاره دعوت وچلوو، لومړی ځانونه د متقينو مصداق جوړ کړو بيا نورو ته د تقوی لپاره بلنه ورکړو او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ستره وجيبه او لويه وظيفه په پوره ايماندارۍ سرته ورسوو.
كوم خلګ چي عملا د دین په خدمت او ساتنه باندي بوخت وي د هغوی سره هر اړخیزه مرسته وکړو.
که موږ د خپل دنيا او آخرت ژوند ته پوره ژمن وسو او د دواړو د تأمين لپاره ځان د بې کارۍ څخه وساتو نو یقينا چي موږ د وخت څخه سمه ګټه پورته کړې او ځان مو د هغو انسانانو څخه ګرځولی دی چي الله تعالی ورسره ډېره مينه لري.
تېر سوی وخت بيا نه را ګرځي که اوس وخت غنيمت و نه شميرو او سمه ګټه ورڅخه پورته نکړو وروسته پښېمانتيا راته هيڅه ګټه نه لري.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر