۱۴۰۴/۰۴/۳۰

د ځوانانو د انحراف بېلګې:(لومړی برخه)

دا معلومه خبره ده چې ځوانان هم زموږ د ټولني مهمه برخه ده نو لکه په نورو اقشارو کې چې ځيني خلک په انحرافاتو باندې اخته سويدي د ځوانانو په قشر کې هم ځيني ځوانان په انحرافاتو باندې اخته سويدي چې ځيني بېلګې يې موږ تاسي ته وړاندي کوو الله پاک دې وکړي چې زموږ ځوانان يې ولولي او د ځان اصلاح کولو کوښښ وکړي:
په عباداتو کې سستي:
په عباداتو کې سستي هغه آفت او انحراف دی چې په عموم کې ډېری خلک په اخته دي په خاصه توګه بيا ځوانان چې تر بل هر چا د دې لوی آفت ښکار سويدي، په عبادت کې سستي ډېر اسباب لري چې موږ يې يو څو دانې په لاندې ډول بيانوو:
1 - د عبادت په ارزښت او خوند باندې نه پوهېدل؛ کوم انسان ته چې د عبادت ارزښت معلوم نه وي او د عبادت په خوند باندې نه پوهيږي معلومه خبره ده چې د عبادت په کولو کې به سستي او ټمبلي کوي.

2 - د نا اهله انسانانو سره ملګرتيا؛ ځيني ځوانان چې په عبادت کې سستي کوي لامل يې دا وي چې د نااهله انسانانو سره ګرځي هغوی عبادت ته پاملرنه نه کوي نو دوی هم پاملرنه ورته نه کوي.

3 - د ماحول او چاپېريال څخه متأثره کېدل؛ ځيني وختونه ځوانان په داسي محيط کې ژوند کوي چې هلته د عبادت سره مينه او عبادت ته پاملرنه شتون نه لري نو پر ځوان باندې يې هم تأثير لويږي او د عبادت سره یې مينه لږيږي.

د دې لپاره چې زموږ ځوانان په عبادت کې سستي ونکړي لومړی بايد ځان د عبادت په لذت باندې خبر کړي په عبادت کې لذت او خوند د مسلمان لپاره ډېر مهم دی او د ايماندارۍ نښه بلل سوېده په حديث کې راځي: عَنْ أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ سَرَّتْهُ حَسَنَتُهُ، وَسَاءَتْهُ سَيِّئَتُهُ فَهُوَ مُؤْمِنٌ.[شعب الايمان6598]
ژباړه: ابوموسي اشعري رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: هر چا ته چې خپله نيکي خوند ورکړي او د خپلي بدۍ څخه يې بد راسي نو يقينا هغه مسلمان دی.

همدا راز ځوانان بايد د نا اهلو انسانانو سره انډيوالي ونکړي او د هر چا سره ځان په عبث کار باندې اخته نکړي تر څو عبادت ورڅخه پاته يا نيمکړی نه سي.

همداسي ځوانان بايد بې دينه محيط او چاپيريال ته ولاړ نه سي او د هغه خلکو سره د اوسېدلو څخه ډډه وکړي چې د الله پاک په عبادت کې سستي کوي، که بالفرض اجبارا بې دينه محيط يا کورنۍ ته ورځي بيا نو د خپل ايمان په تقاضا په خپل انفرادي صلاحيت خپل عبادت پر وخت باندي وکړي او هېر يې نکړي.
 
او دا خبره هم په تجربه ثابته سوېده چې د هرې ګناه کول انسان په عبادت کې سست او ټمبل کوي نو زموږ ځوانان باید د هرډول ګناه څخه ځان وساتي تر څو د عبادت خوند یې په برخه سي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: