۱۴۰۲/۰۳/۰۶

د اسلامي ثقاقت ارزښتونه:

څلورم ارزښت:
په اسلامي ثقافت باندي د انسان صورت او سيرت د نورو اديانو د خلګو څخه جلا کيږي؛  اسلامي ثقافت د اسلامي امت لپاره د نورو اديانو څخه د فرق او تمييز عمومي روح او روحيه ده، او مسلمانان په شکل او کړنو کي د نورو امتونو څخه جلا کوي يعني په کومو خلګو کي چي اسلامي ثقافت عملي سي هغه ټولنه د نورو غير اسلامي ټولنو څخه ډېر تفاوت او بېلوالی پیدا کوي، پدې خاطر دی چي د اسلامي تعليماتو په هره برخه کي مسلمانان د نورو خلګو د تقليد او پيروۍ څخه منع سويدي چي موږ د بېلګي په ډول يو حديث راوړو: عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذي 2695]
ژباړه: عمرو بن شعيب د خپل پلار څخه هغه دده د نيکه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زموږ څخه ندی هغه څوک چي ځان د غير سره زموږ (چي کافران دي) مشابه کړي، د يهودو او نصاراوو سره مشابهت مکوئ.
تجربې او حالاتو هم داسي ښودلې ده چي کوم خلګ چي اسلامي تعليماتو ته توجه نه کوي، هغه نه زده کوي او په خپل ژوند کي يې نه عملي کوي هغوی د پردو فرهنګ او کلتور ته ډېر زور وهي ځکه چي دوی خپل اسلامي فرهنګ نه پيژني او په خوند يې پوهيږي نو ځکه خپل فرهنګ ورته نيمګړی ښکاري او د نورو فرهنګ ته يې زور وي.
نن چي زموږ په زمانه کي ځيني خلګ د نورو باطلو اديانو عادات کوي، خپلي څېرې او شکلونه د هغوی په څېر جوړوي، د هغوی په څېر يونيفورم آغوندي او په فکري لحاظ هغوی ته ميلان کوي لوی لامل يې همدغه دی چي د اسلامي تعليماتو سره رابطه نلري ځکه که دوی د اسلامي تعليماتو سره رابطه درلودلای په هيڅ شي کي به يې د نورو خلګو څخه تقليد نه وای کړی ځکه اسلام داسي خود کفاء دين دی چي د انساني ژوند د هري برخي لپاره پوره لارښووني لري او چي انسان په خپل ژوند کي د څومره مثبتو او منفي کارونو سره مخامخ کيږي د ټولو حکم په اسلام کي سته.
نو مسلمان دېته هيڅه اړتيا نه لري چي د ښه او بد په لحاظ دي د کارونو په انتخاب کي، د خپلي څېرې په جوړولو کي، د لباس او يونيفورم په خوښولو کي، د خبري او وينا په کولو کي، د نظام او حکومت په جوړولو کي، د قانون په تصويبولو کي او د دوستۍ او دښمنۍ په کولو کي  نورو اديانو ته مراجعه وکړي بلکي ددغه ټولو لپاره طرحه، لارښووني او حکمونه په اسلام کي سته کوم خلګ چي په خبر ندي د دوی ستونزه دغه ده چي دوی د اسلامي تعليماتو څخه بې برخي دي که اسلامي تعليمات په پوره توګه وکړي او عمل هم په وکړي بيا به په هيڅ وخت او هيڅ حالت کي بېله اسلامه بل دين او بل قانون ته رجوع ونکړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: