۱۴۰۲/۰۳/۰۳

اسلامي نظام هم د خدمت وي هم د غيرت:

اسلامی نظام هم د خدمت وی او هم د غيرت؛ ځکه نو اسلامی مبارزین باید د اسلامی نظام تر چتر لاندی ډېره چټکه او سنجیده مبارزه وکړی او په هره برخه کي یې چی خدمت په طاقت وي باید یې وکړی.
با احساسه او ویښ ضمیر والا انسانان چی هر وخت پر دین باندی غیرت کوی او پر اسلامی شعایرو ځان قربانوی د اسلامی نظام په شتون کی باید ځان څو برابره غیرتمند او با احساسه ونیسی او د دین د دفاع لپاره د نظام سره په همږغۍ تر بل هر وخت ډېر کار وکړی.
یقینی خبره ده چی په اسلامي نظام کي د هرچا مثبت ليدلوري ته په درنه سترګه کتل کيږي او د هر مسلمان مبارز ليکنه، وينا او مشوره ارزښتناکه بلل کيږي ځکه نو مبارز باید د مربوطه مسئولینو سره په هماهنګۍ د بل هر وخت په نسبت خپلی هلی ځلی څو برابره زیاتی او منسجمی کړی.
په نظام کي فعال شخصيتونه ځکه ډېر مهم دي چي نظام په خپل سمبالښت، دفاع او پرمختګ کي هغوی ته اړتيا لري او د نظام په تشکيلاتو کي د دوی شتون د قوت او بقاء علت جوړېدلای سي.
له همدې امله هر مسلمان مبارز چي د ټولني د اصلاح لپاره څومره مبارزه کوله د اسلامی نظام د حاکمیت وروسته يې بايد د نظام سره په همږغۍ څو برابره وکړي او چي هر با غيرته وګړي په کومو ځايونو کي شرعي غيرت کوی اوس يې بايد د مسئولينو سره په مشوره نور هم غښتلی کړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: