۱۴۰۲/۰۳/۰۳

د اسلامي ثقافت ارزښتونه:

دویم ارزښت:
په اسلام ثقافت باندي د انسان صحيح عقيده نوره هم ټنګيږي؛ د اسلامي ثقافت په زده کولو باندي په انسان کي صحيح عقيده راځي او ټينګيږي مثلا د الله پاک پر الوهيت، ربوبيت، نومونو، صفاتو او افعالو باندي د توحيد عقيده، هغه عقيده چي د کفر او اسلام جلا کوونکې ده او د هغې پر بنياد د انسان سره د قيامت په ورځ کي حساب کيږي، د هغې پر بنياد د انسان اعمالو ته اعتبار ورکول کيږي او د هغې پر بنياد انسان د ثواب او يا عذاب مستحق ګرځي. لکه څنګه چي الله پاک فرمايي: وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ فَمِنْهُمْ مَنْ هَدَى اللَّهُ وَمِنْهُمْ مَنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلَالَةُ فَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ.[النحل ۳۶]
ژباړه: موږ په هر امت کي رسول راليږلی وو چي خلګو ته ووايي: د الله عبادت وکړئ او د طاغوت څخه ځان وساتئ! د دوی څخه ځيني هغه خلګ وه چي الله هدايت کړه او ځيني نور بيا هغه خلګ وه چي ګمراهي پر دوی باندي ثابته سوه، نو په مځکه کي وګرځئ او و ګورئ چي د درواغجنو عاقبت څنګه سوی دی؟.
دا تنها اسلامي تعليمات دي چي په مټ يې د الله پاک او ملعون شيطان تر مينځ تفاوت زده کيږي، دا تنها اسلامي تعليمات دي چي په زده کولو يې انسان ته د الله پاک د عبادت حقانيت او د نورو شيانو د عبادت بطلان څرګنديږي، دا اسلامي تعليمات دي چي د هدايت او ګمراهۍ تر مينځ توپير کوي؛ هدايت ته تلل د انسان وظيفه او د انسان لپاره کمال ګڼي خو د ګمراهۍ پر لوري تلل د انسان لپاره انحراف او بربادي بولي، دا اسلامي تعليمات دي چي په زده کولو يې په انسان کي داسي مثبت بدلون راځي چي د رښتيني انسانيت معنی او د بشريت ارزښت ورته معلوميږي.
په هره زمانه کي چي کوم خلګ په بې دينۍ باندي روبدي سويدي يا زموږ په زمانه کي چي کوم خلګ په کمونيستي يا سيکولر عقيدې باندي اخته سويدي لوی لامل يې دا دی چي اسلامي تعليمات يې سم ندي کړي، اسلام يا په نامه پېژني او يا يې هم د يهودو او نصاراوو په تعبير باندي پېژني ځکه دغسي خلګ عموما پداسي هيوادونو کي زده کړي کوي چي هغه يا کفري هيوادونه وي او يا هم پر دين نه ولاړ هيوادونه وي چي طبعا پداسي هيوادونو کي شعوري يا غير شعوري اسلام و خلګو ته بد معرفي کيږي په خاصه توګه په ښوونيزو مرکزونو کي.
که زموږ د هيواد افغانستان د څو لسيزو تاريخ ته وګورو دا به راته ثابته سي چي د اسلام پر ضد شعارونه چا ورکړيدي ؟ او د اسلام پر ضد کومو خلګو حرکتونه کړيدي؟ په هيواد کي د اسلامي نظام د راتللو مخي ته خنډونه چا جوړ کړيدي؟ او د فساد او فحشاء لپاره مبارزه کومو خلګو کړېده؟.
جواب يې ډير واضح دی: د انګريز مزدورانو چي بې دينه خلګ وه، د روس مزدورانو چي بې دينه خلګ وه او د غرب مزدورانو چي بې دينه خلګ وه او دغه بې دينه خلګ يا په هماغه هيوادونو کي روزل سويوه او يا هم ځينو په ايمان سستو انسانانو د څه مادياتو لپاره خپل ايمان پسې پرېښودی او د يادو هيوادونو په خدمت کي يې د اسلام پر ضد ځانونه د هغو غېږي ته ور واچول.
که حقايقو ته وګورو دا به راته له ورايه ښکاره سي چي په څو لسیزو کي په هيواد کي ډېري ناخوالي د همدغه بې دينه کړيو لخوا پيښي سويدي د بېلګي په ډول: په هيواد کي فحشاء، اداري او ټولنيز فساد، سيمه ايزه او ژبني دښمني، د بې ګناه او مرموزو قتلونو رواجول، په هيواد کي د ميشتو قومونو تر مينځ طبقاتي توپير پيدا کول، په ښوونيز نصاب کي نفرتونه ګډول، د اسلامي شعايرو سپکاوی، په ځوانانو کي فکري او سياسي انحراف پيدا کول او په عمومي شکل نا آرامي جوړول ټول د همدغه بې دينه خلګو په لاس هيواد ته راغلي وه.
او دا خبره زه په پوره ډاډ باندي کوم که موږ اسلامي تعليمات زده کړو او په غوښتنه يې عمل وکړو نو يا به خپله ټولنه د داسي بدمرغيو څخه خلاصه کړو او يا به يې خلاصېدلو ته لاره آواره کړو.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: