۱۴۰۲/۰۳/۰۴

د اسلامي ثقافت ارزښتونه:

درېيم ارزښت:
په اسلامي ثقافت باندي د مسلمان اسلامي شخصيت جوړېږي؛ اسلامي ثقافت د انسان د شخصيت پر جوړېدلو باندي په هر اړخيزه توګه ډېر ټينګار کړی دی تفاوت نه لري که هغه نفسي جنبه وي، روحي جنبه وي، عقلي جنبه وي او که جسدي او بدني جنبه وي په ټولو کي اسلامي ثقافت مثبت سمون راوړي.
دا په تجربه باندي ثابته سوېده چي د يادو برخو په سمون کي د اسلامي تعليماتو عملي کول ډېر رول لري، کوم خلګ چي اسلامي تعليمات يې کړيوي او بيا عمل هم ورباندي وکړي ارومرو د هغوی په نفسي حرکاتو کي تغيير راغلی وي پدې معنی سره چي نفس يې د بغاوت او سرکښۍ څخه نجات مومي او تر کنټرول لاندي راځي چي په نتيجه کي ناروا کارونو ته يې  شوق او ميلان کميږي او ښه سړی ورڅخه جوړېږي.
همدا راز د اسلامي تعليماتو په ويلو باندي انسان د ژوند په هره برخه کي روحيه پيدا کوي، الهي تقدير پيژني، د الله پاک پر قدرت پوره باور پيدا کوي، د ځان انساني نيمګړتيا او بشري نقصان پيژني، په ژوندانه کي د الله پاک پر ورکړي او تقسيم باندي قناعت کوي، په هيڅ حالت کي د ژوند څخه نه ناهيلی کيږي، د سختيو په حالت کي استقامت او د آسانيو په حالت کي عجز او تواضع د ځان عادت جوړوي چي ددې ټولو په شتون سره به ارو د روحي سکون او رواني آرامتيا خاوند کيږي.
همدا راز د اسلامي تعليماتو زده کړه د انسان د عقل پر کيفيت او کميت باندي هم ډېر مثبت تأثير ايږدي، کوم خلګ چي د اسلامي تعليماتو خاوندان وي د هغو خلګو په نسبت چي اسلامي تعليمات يې نه وي کړي عقل يې هم تيز او هم قوي وي له همدې امله د هر شي ښه او بد ژر پيژني او ادراک يې هم قوي وي.
د بدن په ساتنه او ښه ښکاره کولو کي هم د اسلامي تعليماتو ګټي د هيچا څخه پټي ندي ځکه چي اسلامي تعليمات انسان ته د خپل جسد د ساتني او ښه جوړوني سپارښتنه کوي او د هر هغه شي څخه يې منعه کوي چي د انسان بدن ورباندي ضعيفه کيږي او يا يې بدن ورباندي بدرنګه او بد شکل ښکاري له همدې امله يې د هغو شيانو خوړل حرام کړيدي چي د انسان صحت ورباندي خرابيږي او بدن ته يې زيان رسيږي، همداسي د هغه لباس او يونيفورم اغوستل يې هم منعه کړيدي چي انسان ورباندي بدرنګه او بد شکل ښکاري او يا هم د يوه کافر او بې دينه په بڼه ښکاره کيږي.
په همدې سبب موږ وينو چي نن ډيری هغه انسانان چي د خپل بدن غم ورسره نسته او يا ځان داسي جوړوي چي دده او يوه کافر تر مينځ په شکل او کالو کي هيڅ توپير نه کيږي هغه خلګ دي چي ديني تعليمات يې ندي کړي او يا يې هم عمل ورباندي ندی کړی.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: